د لاس رسي وړ اتصالات

امیري: د ښځو په اړه د طالبانو تبعیضي فرمانونه افغانستان لوږې ته ټېل وهي


د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري، افغانستان کې د نوي تعلیمي کال پیلیدو پرمهال لومړنۍ دورې څخه پورته ښوونځیو کې د نجونو ښوونځیو بند پاتې کیدو ته په اشارې ویلي چې د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو ځپونکي او تبعیض لرونکي فرمانونه د افغانانو د غربت او په مرستو د هغوی د اتکا سبب شوي دي.

رینا امیري د شنبې د ورځې ناوخته مارچ ۲۳( حمل څلورم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي:" د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو بې رحمه او تبعیضي فرمانونه افغانستان په نیستۍ او پر مرستو باندې متکي ساتي او افغان کورنۍ خپلو سیمو پریښودلو ته اړ کوي. په رسمي تعلیمي سیستم کې د ټولو افغانانو د ګډون لپاره بدلیل نشته، چې د څه باندې ۱۰۰ کلنو راهیسې شتون لري."

رینا امیري لیکلي چې ټولې نړۍ په یوه خوله له طالبانو دغو ویجاړونکو فرمانونو ته د بیا کتو غوښتنه کړې چې د ۵۰ فیصده نفوس وړتیا له منځه وړي.

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت د مارچ ۲۰( حمل اول) د کابل په ګډون د افغانستان په سړو سیمو کې د ۱۴۰۳ لمریز نوی تعلیمي پیل کړ. خو د درېیم پرله پسې کال لپاره یې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو ښوونځي تړلي پریښودل.

ددغه وزارت سرپرست سید حبیب الله اغا د ۱۴۰۳ نوي تعلیمي کال د پیلیدو په مناسبت کابل کې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې د دیني علومو ترڅنګ د عصري علومو په زده کړو د ټینګار سره سره په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه هیڅ څه ونه ویل.

د امیري ددغو څرګندونو دمخه د بخښنې نړیوال سازمان هم مارچ ۲۲ (حمل درېیم) د ایکس په پاڼه لیکلی وو: " د طالبانو له خوا له زده کړو د نجونو منع کیدل د هغوی راتلونکې له منځه وړي. نړۍ نشي کولی چې د هغوی ددغه خواشینوونکي وضعیت څخه سترګې پټې کړي."

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر " یوناما" هم ویلي چې له ۹۰۰ ورځو څخه زیاته موده کیږي چې په افغانستان کې له ۱۲ کلنو د عمر څخه پورته نجونې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې له زده کړو منع شوي دي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر"یوناما" یو ځل بیا د طالبانو له مقاماتو غوښتي چې د لومړنۍ دورې څخه پورته دورو او پوهنتون کې د نجونو او ښځو پر زده کړو باندې دې لګیدلي بندیزونه لغوه کړي.

د طالبانو حکومت د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو او ښځو د زده کړو د بندیز د لغوه کیدو په اړه د نړیوالې دغو تازه غوښتنو ته لا غبرګون نه دی ښودلې، خو ددې دمخه د طالبانو حکومت دغو غوښتنو او انتقادونو ته په غبرګون کې ویلي وو، چې د نجونو د زده کړو مسله د افغانستان داخلي مسله ده.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د رسیدلو وروسته د لومړنۍ دورې پورته ښوونځیو کې د نجونو زده کړې منع کړي دي او هم یې په پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو په زده کړو بندیز لګولی دی.

طالبانو ویلي چې د نجونو پر زده کړو بندیز دایمي نه دی او موقتي بڼه لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG