د لاس رسي وړ اتصالات

په بغداد کې د امریکا په سفارت د توغندیو برید شوی


په بغداد کې د دجله رود په غاړه د امریکا د متحده ایالاتو سفارت

د عراق په پلازمینه بغداد کې د امریکا د متحده ایالاتو په سفارت باندې د پنجشنبې په ورځ جولای ۸ (چنګاښ ۱۷) توغندي ورول شوي دي.

د عراق د امنیتي منابعو په وینا دغه برید د امریکا پر پوځیانو او دپلوماتیکو ساحو باندې د وروستیو بریدونو لړۍ ده. دغو منابعو ویلي چې د توغنديو هدف د امریکا سفارت و، خو په مستقیمه په سفارت ندي لګیدلي او د بغداد د شنه زون په ساحه کې چې ټینګ امنیت یې ساتل کیږي، پریوتي دي.

په عراق کې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ جولای اوومه ویلي وو چې د انبار په ولایت کې په هغه پوځي اډې باندې ۱۴توغندي ورول شوي چې امریکایي ځواکونه په کې دیره دي.

د ائتلافي ځواکونو ویاند ډګروال وین ماروتو ویلي وو چې توغندي د عین الاسد هوایي اډې دننه او په شاوخوا کې لګیدلي او دوه تنه پکې برسیرن ټپيان شویدي.

د عراق د دفاع وزارت ویاند یحیی رسول ددغو توغندیو ویشتل «تروریستي برید» ګڼلی او ویلي یې دي چې: «د عراق دښمنان فضول دي او د هیواد امنیت، حاکمیت او زمونږ د هیوادوالو امنیت په نښه کوي.»

سره لدې چې تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې توغندیو د توغولو ادعا نده کړې خو د امریکا متحده ایالات په امریکایي ځواکونو او پوځي تاسیساتو باندې د بریدونو د لړۍ ملامتي په ایران پلوه ملیشو اچوي چې په عراق او سوریه کې فعال دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې دغه بریدونه «هغه ګواښونه په ډاګه کوي چې ایران پلوه ملیشې یې په بنیادي توګه د عراق حاکمیت او د عراق ثبات ته متوجه دي».

د امریکا پوځ ددغو بریدونو په غبرګون کې د ایران پلوه ملیشو پر مرچلو باندې هوایي بریدونه کړي دي. پنتاګون د تیرې میاشتې په پای کې ویلي وو چې د دوی هوایي بریدونه د راتلونکو حملو د مخنیوي په خاطر شوي دي.

دا معلومات د فرانس پرس او رویټرز اژانسونو د خبري رپوټونو په اساس لیکل شوي دي.

XS
SM
MD
LG