په واشنګټن کې د افغانستان سفیرې میرمن رویا رحماني د چهار شنبې په ورځ د ( مې په ۱۵) وویل امریکا له افغانستان څخه د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.
میرمن رحماني چې د امریکا غږ په مرکزې دفتر کې یوې غونډې ته خبرې کولې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد د امریکا له مرستو او قربانیو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې په دې برخه کې به د دواړو هیوادونو همکاري روانه وي.
هغې زیاته کړه، ترهګرۍ یوه سیمه ایزه او نړیواله ستونزه ده او په وړاندې یې د مبارزې لپاره د سیمې له هیوادونو سره د اجماع په رامنځ ته کیدو کار پیل شوی دی.
د میرمن رحماني په وینا، امریکا متحده ایالات د افغانستان بنیادي همکار او ملاتړی هیواد دی او په افغانستان د نړیوالې ټولنې په ځانګړې ډول د متحدو ایالتونو په مرسته د تیرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې د پام وړ دي.
د رویا رحماني په وینا، ممکن د دواړو هیوادونو د همکاریو په څرنګوالې کې بدلون راشي خو د کابل او واشنګټن اړیکي به اوږدمهاله وي.
افغان سفیرې همدارنګه په افغانستان کې د سولې وروستۍ مشورتي جرګه بریالۍ وبلله او ویې ویل په دې جرګه کې د افغانستان د خلکو استازو له طالبانو سره د راتلونکو خبرو اترو حدود وټاکل.
دې زیاته کړه، افغان حکومت به د په کابل کې د سولې د ورستۍ مشورتي جرګې د فیصلو پر اساس عمل کوي.
میرمن رویا رحماني د افغانستان د سولې په خبرو اترو کې د پاکستان ونډه مهمه وبلله او ویې ویل دوی د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان د مثبت رول غوښتونکي دي.
هغې تر بل هر وخته اوس افغانستان د مرکزي آسیا له هیوادونو سره وصل وباله او ویې ویل اوسمهال له یو شمیر دغو هیوادونو سره د صحت، معارف ، ترانزیت ، تجارت، بریښنا په ګډون په ګڼ شمیر برخو کې د پروژو په عملي کیدو کار روان دی.