د لاس رسي وړ اتصالات

بې پولې خبریالان: طالبان دې کابل کې د لادرکه شوي خبریال موندلو کې هڅه وکړي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د بې پولې خبریالانو سازمان یا (RSF) په کابل کې د یو افغان خبریالان د لادرکه کېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دغه سازمان پرون د مې ۲۷ (غبرګولې شپږمه) ویلي چې د علي اکبر خیرخواه په نوم د "صبح کابل" ورځپاڼې خبریال د مې میاشتې له ۲۵ نېټې څخه په کابل کې لادرکه شوی دی.

یاد سازمان پر طالبانو غږ کړی چې ددغه خبریال په پيدا کولو هڅې وکړي او په دې برخه کې تحقیقات تر سره کړي.

پر همدې مهال د (صبح کابل) ورځپاڼې هم پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د دوی خبریال او عکاس علي اکبر خیر خواه درې ورځې مخکې له دفتر څخه د یوې مرکې لپاره تللی و، خو بیرته دفتر ته نه دی راګرځېدلی.

د دوی په وینا له طالب چارواکو سره یې دغه موضوع شریکه کړې، خو هغوی یې په اړه ناخبري ښودلې ده.

پر همدې مهال د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ بنسټ یا (نی) نن شنبه مې ۲۸ (غبرګولې اوومه) ویلي چې تیره شپه ناڅرګندو کسانو د (افغان نیوز) خبري آژانس پر دفتر برید کړی دی.

نی ددغه رسنۍ د مدیر مسؤل برات علی بهکام له قوله ویلي چې د یاد برید پرمهال د دغه خبري آژانس دروازه ماته شوې او یوه کمره،وای فای دستګاه او پنځه کمپیوټرونه چې د رسنیو معلومات هم پکې و له ځان سره وړل شوي دي.

نی ویلي چې په دې وروستیو کې د خبریالانو او رسنیو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې تر بل هر وخت زیاتې شوي او په خبره یې دغه پېښو د رسنیو د ملاتړ ټولنې اندېښمنې کړي دي.

د ازادو خبریالانو د ملاتړ بنسټ یا (نی) هم ویلي چې په کابل کې د (صبح کابل) ورځپاڼې خبریال علي اکبر خیرخوا هم له تیرو درې ورځو لادرکه شوی دی. نی د طالبانو د کورنیو چارو له وزارت څخه غوښتي چې د خیرخواه د قضیې او افغان نیوز آژانس باندې د برید په اړه څېړنې وکړي.

په کابل کې د طالبانو حکومت تر دامهاله د یاد خبریال د لادرکه کېدو او پر افغان نیوز اژانس باندې د ناڅرګندو کسانو د برید په اړه څه نه دي ویلي.او بلې ډلې هم تر دا مهاله د دغه خبریال د برمته کېدو مسؤلیت نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د خبریالانو د ملاتړ ټولنو یو ځل په کابل او ځینو ولایتونو کې د طالبانو حکومت لخوا د خبریالانو په وړاندې د زور زیاتي په اړه اندېښنې ښودلي دي.

د «بیان ازادۍ کور» په نوم بنسټ د اپرېل پر شلمه ویلي و چې طالبانو پر افغانستان د خپل اته میاشتني حاکمیت پر مهال څه باندې ۸۰ خبریالان او د رسنیو کار کوونکي نیولي، وهلي او ګواښلي دي. خو د طالبانو حکومت له ټولو رسنیو او خبریالانو څخه غوښتي چې باید دقانون په چوکاټ کې فعالیت وکړي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ازادو خبریالانو ټولنې او د افغانستان د خبریالانو مرکز پخپل وروستي راپور کې ویلي چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې څه باندې ۵۷۸ تصویري، غږیزي، چاپي او انټرنټي رسنۍ بندې شوي دي.

د یادو رسنیو د بندېدو لامل اقتصادي ستونزې بلل شوي چې په وینا یې ۳۰ سلنه نورې رسنۍ هم د بندېدو په درشل کې دي.

XS
SM
MD
LG