د لاس رسي وړ اتصالات

حسن روحاني: له امریکا سره خبرې امکان نه‌لري


د ایران ولسمشر حسن روحاني

ولسمشر ډانلډ ټرمپ د سختو فشارونو له راوستلو سره سره، د ایران له رهبرانو سره د ملاقات لپاره له کومو مخکنیو شرایطو نه پرته لیوالتیا ښکاره کړېده

د ایران ولسمشر حسن روحاني د سې شنبې په ورځ (سپتمبر۳- وږي ۱۲) په پارلمان کې وویل چې ایران به له امریکا سره تر هغه وخت پورې په هېڅ ډول څو اړخیزو خبرو کې برخه وانه‌خلي، تر څو چې دغه هېواد پر ایران لګېدلې بندیزونه لیري نه کړي.

هغه وویل:"موږ د دوه اړخیزو خبرو لپاره له امریکا سره هېڅ نیت نه‌لرو او نه مو درلود. د تیر یونیم کال په وخت کې او په تیرو کلونو کې هم همداسې و.

که څه هم د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر ایران د زښت ډیر فشار اچولو پالیسي غوره کړې ده ، خو سره له دې ېې هم وویل، چې کولی شي له مخکینیو شرایطو نه پرته د ایران له مشرانو سره د دې مقصد لپاره خبرې وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ مقابله پای ته ورسوي.

خو ښاغلي روحآني دایران په پارلمان کې له امریکا سره د خبرو او بندیزونو په تړاو خپل پخوانی دریځ بیا تکرار کړ.

"که چیرې امریکا خپل ټول تحریمونه او بندیزونه له ایران نه لېرې کړي، دامهمه نه‌ده چې هغوی د اټومي قرارداد منلو ته راستنیږي او که نه. هغه څه چې مهم دي هغه بندیزونه دي. نو که چیرې امریکا خپل ټول بندیزونه لیری کړي، نو بیا د دې امکان شته دی چې د پنځو جمع یو په جلسه کې، د پخوا په څېر امریکا هم برخه واخلي."

ولسمشر روحاني د اټومي قرارداد په تړاو چې د پنځو سترو قدرتونو جمع یو یعنې جرمني په شمول پرې توافق شوی و، د اروپايي قدرتونو لپاره هم یو پیغام ورکړ.

هغه وايي:"که چیرې هغوی وکړی شي چې زموږ پطرول په نغدو پېسو یا پور باندې مخکې ترمخکې واخلي او پېسې ېې موږ ته راکړي، نو دابه هغو شرایط کې اسانتیا راولي چې موږ داټومي تړون په اړه خپلو تعهدا تو ته دوام ورکړو."

روحانی زیاته کړله چې که چیرې اروپايي قدرتونوپه دې لاره کې ګامونه اوچت نه کړل نو موږ به په راتلونکو ورځو کې دریم قدم پورته کړو.

خو اروپايي قدرتونو هم ایران ته خبرداری ورکړی دی چې د دوی ملاتړ د اټومي قرارداد لپاره په دې پورې اړه لری چې ایران په بشپړ ډول په خپلو ژمنو عمل وکړي.

له بل پلوه د دوشنبې په ورځ د روسېې د بهرنیو چارو وزیر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره په مسکو کې وکتل. ښاغلي ظریف هلته وویل، که چیرې ضرورت پيدا شي نو موږ به د دریمې مرحلې اقدامات هم وکړو. یعنې که اروپایان ونه کړی شی چې خپل تعهدات ترهغه وخت پورې اجرا کړی، نو موږ به حتماً خپل اقدامات عملی کړو.

ښاغلی ظریف د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې د اټومی قرارداد او د اروپا د نقش په اړه وویل:"موږ هر وخت مذاکراتو ته چمتو یو او زموږ اقدامات د بیرته اعاده کیدلو وړ دي. د ایران دریځ دادی چې که مقابل لوری په خپلو تعهداتو عمل وکړی نوموږ به هم حآضر شو چې په خپلو تعهداتو بیرته عمل پیل کړو. که اروپایان هر وخت دغه د اټومي قرارداد تعهدات په بشپړ ډول اجرا کړي، نو ایران به هم خپل تعهدات په بشپړ ډول اجرا کړي."

ښاغلي لاوروف او ښاغلی ظریف له مجلس نه مخکې د ایران د اټومي پروګرام او اټومي قرارداد په تړاو د تازه انکشافاتو په برخه کې خبرې کړې وې.

ښاغلي ظریف وویل، چې دی د ایران د اټومي قرارد اد د عملي کیدلو په تړاو د روسېې او چین د ملاتړ قدر کوی.

هغه دا دواړه هیوادونه د ایران او پنځو جمع یو قدرتونو ترمنځ په اټومي قرارداد کې خپل شریکان وبلل.

XS
SM
MD
LG