د لاس رسي وړ اتصالات

د پیسو نړیوال صندوق: د بندیزونو سره سره، د روسیې اقتصاد ښه عمل کړی


روسیه اروپا ته د ګازو ستر صادرونکی هیواد دی
روسیه اروپا ته د ګازو ستر صادرونکی هیواد دی

د پيسو نړیوال صندوق "IMF" د سه شنبې په ورځ جولای ۲۶ (زمري څلورمه) وویل پر روسیې د لودیځ د زیان رامنځ ته کوونکو بندیزونو سره سره، داسې ښکاري چې د نوموړي هیواد اقتصاد د هغه څه په نسبت چې توقع یې کیدله، له فشارونو څخه په ښه وجهه تیریږي.

دغه ستر پولي بنسټ د یاد کار علت د انرژۍ له لوړې بیې څخه د مسکو ګټه اخیستنه بولي.

د لودیځ د بندیزونو هدف له نړیوال مالي سیستم څخه د روسیې جلا کول او د جګړې د تمویل لپاره له شته مالي امکاناتو څخه د مسکو بې برخې کول وو.

خو د نړیوال اقتصاد په اړه د پیسو د نړیوال صندوق وروستۍ شمیرې ښکاره کوي چې په روان کال کې د روسیې د کورني ناخالص تولید کچه ۲.۵ زیاته شوې، که څه هم توقعات داسې دي چې د روسیې اقتصاد به شپږ سلنه راټیټیږي.

د پیسو د نړیوال صندوق جګپوړي اقتصاد پوه پیري اولیور ګورنچس د فرانسې خبري آژانس ته ویلي:"دا تر اوسه په ۲۰۲۲ کال کې په روسیه کې مناسب اقتصادي رکود دی."

نوموړي زیاته کړه، یو مهم دلیل چې د اقتصادي بندیزونو تاثیرات په هغه شکل بد نه وو چې توقع یې کیده دا وو چې د روسیې مرکزي بانک او د هغه هیواد پالیسي جوړونکو وکړای شول د بندیزونو تر لګولو وروسته د بانکي ویرې او مالي سقوط مخه ونیسي.

ښاغلي ګورنچس زیاته کړه:" په ورته وخت کې د انرژۍ لوړیدونکې بیه د روسیې اقتصاد ته په پراخه کچه عواید برابروي."

د ۲۰۲۲ کال په پیل کې د یو بیرل تیلو بیه ۸۰ ډالرو کې وه خو په مارچ کې ۱۲۹ ډالرو ته ورسیده او بیا د سه شنبې په ورځ ۱۰۵ ډالرو ته راښکته شوه. خو د طبیعي ګازو بیه بیا د لوړیدو په حال کې ده او خپل وروستي اوج ته نږدې کیږي.

سره له دې چې د متحدو ایالتونو او چین په ګډون ستر اقتصادونه سوکه شوي خو د‌ پیسو د نړیوال صندوق راپور وایي:" اټکل کیږي چې د روسیې اقتصاد په دویمه ربع کې د هغه څه په نسبت چې مخکې یې اټکل شوی وو لږ راټیټ شي، ځکه د خامو تیلو او غیر انرژي صادرات د توقعاتو خلاف مخ په لوړیدو دي."

په ورته وخت کې د بندیزونو سره سره، د روسیې کورنۍ تقاضا هم د حکومت د ملاتړ له امله یو څه مقاومت ښکاره کوي.

خو د پيسو د نړیوال صندوق دغه اقتصاد پوه وایي، د روسیې لپاره ستنیدل نشته، ځکه یاد صندوق په ۲۰۲۳ کال کې د روسیې وده ۱.۲ فیصده ارزوي او دا د اپریل د میاشتې د ۳.۵ فیصده شمیرو په نسبت ټیټه ده.

نوموړي زیاته کړه، له پخوا څخه د لګیدلو فشارونو تر څنګ د اروپايي ټولنې له خوا نوي بندیزونه په دې معني دي چې" د بندیزونو جمعي تاثیرات د وخت په تیریدو سره مخ په زیاتیدو دي."

د پیسو د نړیوال صندوق راپور وایي، د روسیې پر انرژۍ د اروپا اتکا ته په کتو، دغه وچه د بندیزونو له عواقبو سره مخ شوې ده.

د فرانسې خبري‌ آژانس لیکلي، وضعیت به هغه مهال نور هم د پام وړ خراب شي چې مسکو د ګازو صادرات بند کړي او اروپايي ټولنه د نوې کال له پیل څخه د سمندر له لارې د روسیې د تیلو په لیږد بندیز ولګوي.

ددغه راپور په جوړیدو کې د فرانسې د خبري اژانس له موادو څخه کار اخیستل شوی دی.

XS
SM
MD
LG