د لاس رسي وړ اتصالات

مسکو: ځواکونه مو د افغانستان-تاجکستان د پولې امنیت ساتلو ته تیار دي


د افغانستان سرحدي پولیس د بدخشان ولایت په اشکمش کې د افغانستان-تاجکستان په پوله
د افغانستان سرحدي پولیس د بدخشان ولایت په اشکمش کې د افغانستان-تاجکستان په پوله

مسکو د سه شنبې په ورځ جولای شپږمه (چنګاښ ۱۵) ویلي چې په تاجکستان کې میشت ځواکونه یې د افغانستان-تاجکستان د پولې د امنیت په ساتلو کې د مرستې لپاره تیار دي.

د تاجکستان ولسمشر امامعلي رحمان د دوشنبې په ورځ وروسته له هغې د پوځ ۲۰ زره ذخیره سرتیرو ته د افغانستان سره د پولې د امنیت د ساتلو امر وکړ چې د افغانستان څه دپاسه ۱۰۰۰ امنیتي منسوبین په بدخشان کې د طالبانو د پرمختګ په نتیجه کې تاجکستان ته واوښتل.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دوشنبې په ورځ د تاجکستان ولسمشر ته وویل چې د افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د وتلو په نتیجه کې تاجکستان ته د رامنځته کیدونکي امنیتي ګواښ په وړاندې مرسته وکړي.

روسیه په تاجکستان کې یوه لویه پوځي اډه لري چې پوځیان په ټانکونو، هلیکوپترو، ډرون الوتکو او بریدګرو الوتکو سمبال دي او کرملین په یوه اعلامیه کې ویلي چې د اړتیا په صورت کې به دغه روسي ځواکونه د افغانستان-تاجکستان د پولې امنیت او ثبات وساتي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندری رودنکو هم د دوشنبې په ورځ د انټرفاکس اژانس ته وویل: «حالات هلته خطرناک دي، ځکه د ځینو منابعو په وینا د افغانستان-تاجکستان د پولې شاوخوا ۷۰ فیصده برخه اوس د طالبانو په کنترول کې ده.»

د روسیې د دفاع وزیر وایي د دوشنبې په ورځ په تاجکستان کې د میشتو روسي ځواکونو په پوځي تمرینونو کې دوه MI-24 بریدګرو هلیکوپترو او دوه ترانسپورتي هیلکوپترو برخه اخیستې وه او څه دپاسه ۱۵ ځمکني اهداف یې په میزایلو وویشتل.

د تاجکستان د ولسمشر دفتر ویلي چې ښاغلي رحمان همداشان د ازبیکستان او د قزاقستان د ولسمشرانو سره هم په امنیتي موضوعاتو خبرې کړې دي.

له بلې خوا د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب چې د خبرو لپاره روسیې ته تللی و د دوشنبې په ورځ یې په مسکو کې د روسیې دولتي اژانس سره په مرکه کې د افغانستان په شمالذ کې د طالبانو د پرمختګ په اړه وویل چې د افغانستان امنیتي ځواکونو د طالبانو د دا ډول بریدونو تمه نلرله، اوس د تهاجموي بریدونو په پلان جوړولو بوخت دي او «۱۴ ولسوالۍ یې بېرته» له طالبانو نیول شوي ‌دي.

XS
SM
MD
LG