روسیې د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۱ (لړم ۳۰) وویل چې د بنګال په خلیج کې له هند سره ګډ سمندري تمرینات کوي.
د دواړو هیوادونو په اړه ویل کیږي چې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل سره سره په خپلو کې امنیتي اړیکې پیاوړې کوي.
متحده ایالاتو په تیرو وختونو کې د روسیې سره د هند د ګډو تمریناتو په اړه اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې مسکو له دې لارې په سیمه کې د خپل نفوذ د پراخولو هڅه کوي.
د مسکو د دفاع وزارت وویل: "ددې تمریناتو هدف د روسیې او هند ترمنځ د سمندري همکارۍ پراخول او پیاوړي کول دي."
مسکو زیاته کړه چې دا تمرینونه به د دواړو هېوادونو سمندري ځواکونو سره مرسته وکړي چې "په ګډه د نړیوالو ګواښونو سره مبارزه وکړي او د اسیا - ارام سمندر په سیمه کې د ملکي کښتیو خوندیتوب ډاډمن کړي."
په پام کې ده چې دا تمرینونه تر چهارشنبې پورې دوام وکړي او د روسیې د ارام سمندر پوځي بیړۍ به پکې برخه ولري.
هند له روسیې او لویدیځ دواړو سره ګډې اقتصادي او امنیتي ګټې لري او هڅه یې کړې چې د دواړو خواوو ترمنځ د پام وړ توازن وساتي.
هند پر اوکراین باندې د مسکو د یرغل له امله پر روسیې د لویدیځ له بندیزونو سره ندی یو ځای شوی او له همدې کبله له روسیې څخه په ډېره ټیته بیه تیل پیري.
فورم \ دبحث خونه