په روسیې کې په یوې ملکي طیارې کې د اور لگیدو په پیښه کې ۴١ تنه مړه شویدي.
په روسیې کې یوې ملکي الوتکې هغه وخت اور واخیست چې د هوایي ډگر نه اوچته شوه، الوتکه په بیړنۍ توگه بیرته ښکته شوه خو د اور له کبله پکې ۴١ تنه مسافر مړه شول.
ځینو کسانو په ټولنیزو رسنیو د دغه الوتکې ویډیوگانې خپرې کړیدي چې ښیي د الوتکې لکۍ اور اخیستې او بیړنۍ ناسته کوي.
د روسیې دولتي رسنۍ وایي چې په دغه پیښه کې دوه ماشومان او یو د الوتکې کارکونکی مړه شویدي.
په دغه الوتکې کې شاوخوا ٣٧ کسان ژوندې پاتې شویدي چې هغوي روغتون ته انتقال شویدي.
په دغه الوتکې کې ټول ټال ٧٨ تنه سپاره و. د روسیې حکومت وایي چې د پیښې په اړه یې تحقیقات پیل کړیدي.