د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ نړۍ کې د مړو شمېر تر پنځه میلیون واوښت


په نړۍ کې د کروناویروس له کبله د مړو شویو انسانانو شمېر تر پنځو میلیونو واوښت او پدې ناروغۍ د اخته کسانو شمیر نژدې ۲۴۷ میلیونو ته ورسید.

د امریکا د متحده ایالاتو د جانس هاپکینز، پوهنتون د شمیرو له مخې په امریکا کې شاوخوا ۴۶ میلیون کسان په کروناویروس اخته شوي او نژدې ۷۴۶زره تنه نور ددې وبا په وجه مړه شوي دي چې دا شمیرې د نړۍ د نورو هیوادونو په پرتله زیاتې دي.

دا پداسې حال کې دي چې د نړۍ یو شمیر هیوادونه لا هم د کروناویروس ضد واکسین د ترلاسه کولو هڅه کوي، یو شمیر بډایه هیوادونو ددې واکسین د تقویتي ډوز د کولو پروسه پیل کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د جي۲۰ هیوادونو مشرانو ته په یو سرخلاصي لیک کې لیکلي دي: "د بډایو او لږو منابعو لرونکو هیوادونو ترمنځ د واکسین اوسنۍ نابرابري د نړۍ د فقیرو او له ګواښ سره مخامخو خلکو ژوندانه ته د نه پاملرنې ښکارندوي کوي."

پدې لیک کې راغلي: "په بډایه هیوادونو کې د هرو ۱۰۰ تنو لپاره د کروناویروس ضد ۱۳۳ډوزه واکسین تطبیق شوی دی، پداسې حال کې چې په کمو عایدو هیوادونو کې یواځې د هرو ۱۰۰ تنو لپاره څلور ډوزه واکسین تطبیق شوی دی."

د روغتیا نړیوال سازمان همداشان خبرداری ورکړی چې د واکسین نابرابري هره ورځ د انسانانو د مړینې سبب کیږي او ټول یې له ګواښ سره مخامخ کړي دي.

پدې لیک کې همداشان راغلي دي: "تاریخ او علم ښودلي چې: روغتیایي منابعو ته د منصفانه لاسرسي هم اهنګه اقدام د کروناویروس په څیر د نړۍ د عامه روغتیا د افتونو په وړاندې د مقابلې یواځنۍ لار ده. مونږ د انسانانو د ژوند د ساتلو، د مشقت د کمولو او د نړیوالې دوامداره ښه والي لپاره یوې قوي او جمعي هڅې ته اړتیا ده."

XS
SM
MD
LG