د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې دفاع وزیر: 'روسیه غواړي ختیځ اوکراین 'ازاد' کړي 


روسي ځواکونه
روسي ځواکونه

د روسیې د دفاع وزیر د سه شنبې په ورځ اپریل ۱۹ (وري ۳۰) وویل چې مسکو غواړي ختیځ اوکراین «ازاد» کړي.

خو د روسيې د دفاع وزیر سرګي شیوګو لویدیځ پدې تورن کړ چې کیف ته د وسلو په ورکولو سره د روسيې د پوځي «عملیاتو» مخنیوی کوي.

ښاغلي شیوګو زیاته کړه: «مونږ په تدریج سره خپل پلان پلی کوو چې د دونېتڅک او لوګانسک د خلکو جمهوریت ازاد کړو.»

د روسیې د دفاع وزیر اشاره د اوکراین په ختیځ کې د اوکرایني جلاغوښتونکو تر ولکې لاندې دوو سیمو ته ده چې مسکو یې د ازادو دولتونو په توګه پیژني.

هغه د روسي پوځي قوماندانانو سره په غونډه کې همداشان وویل چې «مونږ غواړو سوله ییز ژوند احیا کړو.»

د روسیې د دفاع وزیر دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې کیف روسیه د اوکراین په ختیځ کې د نوي یرغل په پیل کولو تورنه کړه.

خو شیوګو په اوکراین کې د وینې تویدنې پړه پر واشنګټن او د هغه په لویدیځو متحدینو واچوله: «متحده ایالات او لویدیځ هیوادونه هر څه چې په کنترول کې لري، کوي یي چې څومره ممکن وي زمونږ د پوځي عملیاتو مخه ونیسي.»

د روسیې د دفاع وزیر زیاته کړه چې «د مخ په زیاتیدونکو بهرنیو وسلو ورکولو نیت دا څرګندوي چې د کیف رژیم ولمسوي چې اوکراینیان تر پایه وجنګیږي.»

پدې ترڅ کې روسيې نن د سه شنبې په ورځ د اوکراین په مایوپول ښار کې پر اوکرایني ځواکونو غږ وکړ چې خپلې وسلې کیږدي او ددې ښار د مدافعینو ته یې نوی ضرب الاجل وټاکه.

روسیه دغه خبرداری پداسې حال کې ورکوي چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې مسکو ددې هیواد په ختیځ کې نوی یرغل پیل کوي.

د اوکراین صدراعظم څو ورځې وړاندې وویل چې په محاصره شوي ماریو پول ښار کې به اوکرایني ځواکونه تر پایه وجنګیږي او د روسیې ګواښونو ته به تسلیم نشي.

XS
SM
MD
LG