د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې پوځ: یو روسي خبریال د اوکراین د کلسټر بمي برید کې وژل شوی 


په اوکراین کې د روسیې د دولتي خبري اژانس ریا نووستي مړ شوی خبریال روستیسلاو ژوراولف
په اوکراین کې د روسیې د دولتي خبري اژانس ریا نووستي مړ شوی خبریال روستیسلاو ژوراولف

د روسیې پوځ د شنبې په ورځ جولای ۲۲مه (چنګاښ ۳۱) اعلان وکړ چې د روسیې د دولتي خبري اژانس ریا نووستي خبریال روستیسلاو ژوراولف چې د روسیې د جګړې رپوټونه یې برابرول د اوکراین په جنوب کې د ژاپوریژیا په سیمه کې د کلسټر(خوشه یي) بمونو په برید کې وژل شوی دی.

د ریا نووستي (‌RIA Novosti) خبري اژانس هم راپور ورکړی چې ددې رسنۍ خبریال د پیتیکاتکي په کلي کې د جګړې لومړۍ کرښې ته نږدې وژل شوی دی.

د روسیې پوځ په خپل بیان کې همداشان ویلي، چې د کلسټر بمونو د برید په پایله کې "څلور نور خبریالان ټپیان شوي" دي چې د ټپونو شدت یې سره توپیر لري.

د دې اعلامیې له مخې، د ریا نووستی د دولتي خبري اژانس خبریال روستیسلاو ژوراولف، د کلسټر بم په چاودنه کې ټپي شوی او له سیمې څخه د لیږدولو پر مهال مړ شوی دی.


وروسته له هغه چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ۲۰۲۲ په فبروري کې د اوکراین په وړاندې خپل تهاجمي بریدونه پیل کړل، په تیرو ۱۷ میاشتو کې د روسیې د جنګي خبریالانو شمیر زیات شوی.

اوکرایني مقاماتو تر اوسه د روسي خبریال د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د جولای په اوومه (چنګاښ ۱۶) وویل چې اوکراین د مهماتو له کمښت سره مخامخ دی او له همدې امله یې کیف ته د کلسټر مهماتو د لېږلو پرېکړه کړې.


ولسمشر بایډن د سي ان ان خبري شبکې سره په مرکه کې وویل چې اوکراین ته د کلستر وسلو د لېږلو پرېکړه د ده لپاره ډېره ستونزمنه وه، خو ټینګار یې وکړ چې د اوکراین د مهماتو کموالي ته په پام سره باید دغه مهمات هغه هېواد ته ولېږدول شي، تر څو کیف وکولای شي د روسیې د پوځي یرغل په وړاندې له ځانه دفاع وکړي.

وروسته له هغه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جولای په ۱۶مه (چنګاښ ۲۵) په یوه مرکه کې ګواښ وکړ چې که اوکراین له کلسټر وسلو کار واخلي، مسکو به غچ اخیستونکي اقدامات وکړي.


پوتین د روسیې دولتي ټلویزیون ته وویل: "روسیه د کلستر د مختلفو مهماتو کافي زیرمې لري." د روسیې ولسمشر دا هم وویل چې: "که دوی [اوکرایني مقامات] دا [کلسټر مهمات] زموږ په وړاندې وکاروي، موږ د غچ اخیستونکي ګامونو حق د ځان لپاره خوندي کوو."

دا جنجالي مهمات کولی شي په یو وخت کې څو سوه کوچنۍ ټوټه ټوټه شوې چاودنې رامینځته کړي، خو ځینې دا بمونه پرته له دې چې سمدستي چاودنه وکړي په ځمکه کې پاتې کیږي او ملکي وګړي له خطر سره مخامخ کوي.

یو شمیر هیوادونو، په ځانګړې توګه اروپایي هیوادونو، د ۲۰۰۸ کال کنوانسیون لاسلیک کړی چې د کلسټر مهماتو کارول منع کوي. خو روسیه، امریکا او اوکراین د دې کنوانسیون غړي نه دي.

XS
SM
MD
LG