د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د کورونو خرڅلاو کم شوی


د اکتوبر په میاشت کې د پلورل شویو کورونو اوسط نرخ ۴۰۹۳۰۰  ډالر ښودل شوی چې دا د ۲۰۲۱ د اګست راهیسې په امریکا کې د کورونو تر ټولو ټیت قیمت دی.
د اکتوبر په میاشت کې د پلورل شویو کورونو اوسط نرخ ۴۰۹۳۰۰  ډالر ښودل شوی چې دا د ۲۰۲۱ د اګست راهیسې په امریکا کې د کورونو تر ټولو ټیت قیمت دی.

د امریکا د حکومت یو تازه راپور ښيي چې په دغه هېواد کې د اکتوبر په میاشتې کې د کورونو پلور کم شوی دی.

د امریکا د سوداګرۍ وزارت د دوشنبې په ورځ نومبر ۲۷ (لیندۍ شپږمه) په راپور کې همدارنګه ویلي چې په بازار کې د موجوده کورونو د کمښت په خاطر، د نویو کورونو جوړولو ته لاهم اړتیا زیاته ده.

ددغه راپور په اساس، تېره میاشت په ټوله امریکا کې د پخواني اټکل څخه کم، ۶۷۹ زره حویلۍ پلورل شوي، په داسې حال کې چې د سپتمبر په میاشت کې دا شمېر ۷۱۹ زره وو.

د راپور له مخې د پلورل شویو کورونو اوسط نرخ ۴۰۹۳۰۰ ډالر ښودل شوی چې دا د ۲۰۲۱ د اګست راهیسې په امریکا کې د کورونو تر ټولو ټیت قیمت دی.

په امریکا کې د انفلاسیون د مخنیوي په خاطر، مرکزي بانک د کور اخیستلو دپاره د قرضونو د سود بیه لوړه کړې ده او دا کار ددې لامل بلل کیږي چې زیات شمېر د کورونو مالکان چې پخوا یې په ټیټ سود د کور قرضه ترلاسه کړې، اوس د کور خرڅولو ته زړه نه ښه کوي.

په مارکیټ کې له پخوا څخه د موجودو کورونو د کموالي په خاطر، ډیرو پیرودونکو د قرضې د سود د لوړوالي سره سره، د نویو جوړو شویو کورونو پیرلو ته مخه کړې ده.

د موجوده کورونو پلور د متحده ایالاتو د کورونو د بازار اکثریت جوړوي.

د اکتوبر په میاشت کې د نویو کورونو پلور د تیر کال د همدې میاشتې په پرتله ۱۷.۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

د "لوړې فریکونسۍ اقتصاد" په نوم ادارې اقتصادپوهې روبیلا فاروقي وویل: "د کال څلورمه ربع د کورونو په ټیټ خرڅلاو پیل شوه. په درېیمه ربع کې هره میاشت په اوسط ډول ۷۰۳ زره کورونه پلورل شوي او په اکتوبر کې دا کچه ۶۷۹ زره ته راټیټه شوه."

مېرمن فاروقي وویل، که څه هم په وروستیو اونیو کې د کورونو اخیستلو دپاره د قرضې سود څه ناڅه کم شوی، خو لا هم لوړ پاتې دی او د ډیرو پیرودونکو وس پرې نه رسیږي.

د "فریډي مک" بانک د کورونو د اخیستلو دپاره د ۳۰ کلنې قرضې د سود بیه د نومبر په منځ کې ۷.۳ سلنې ته راټیټه شوه که څه هم دا د دوه کاله وړاندې اندازې څخه درې برابره زیاته ده.

د فریډي مک معلومات ښيي چې د کورونو ډیری احتمالي پیرودونکي دا وخت د قرضې د سود د ټیټېدو او په بازار کې د کورونو د شمېر د زیاتېدو انتظار باسي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG