د لاس رسي وړ اتصالات

صالح حزب التحریر ته: د افغان حکومت ضد تبلیغاتو څخه ډډه وکړئ


هغه همدارنګه د حزب التحریر پر غړو غږ کړی چې د حکومت ضد تبلغاتو څخه ډډه وکړي
هغه همدارنګه د حزب التحریر پر غړو غږ کړی چې د حکومت ضد تبلغاتو څخه ډډه وکړي

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي تر څو چې حزب التحریر له عدلې وزارت سره ثبت شوی نه وي د غونډو او تبلیغ اجازه نه لري.

نوموړي نن یکشنبه فبروري ۲۸ (کب لسمه) د کابل امنیت د شپږ نیمو بجو راپور کې لیکلي چې یاد حزب د افغانستان له عدلې وزارت سره ثبت نه دی.

نوموړي زیاته کړې: "افغان حکومت حزب التحریر په رسمیت نه پيژني تر څو چې دغه حقوقي معضله هواره شوې نوي، د دغه شبکې هر ډول فعالیت، نوم او معرفي غیر قانوني ده."

صالح زیاته کړې چې د دغه حزب یو شمېر فعالان له تروریستي ډلو سره نژدې فکر لري او په وینا یې په نژدې وختونو کې به د دغه جریان له فعالانو سره د قانوني چلند په اړه بحثونه وشي.

هغه همدارنګه د حزب التحریر پر غړو غږ کړی چې د افغان حکومت ضد تبلغاتو څخه ډډه وکړي.

تر دې وړاندې د ملي مصالحې مشر عبدالله عبدالله چې مخکې اجرائیه رئیس هم په افغانستان کې د حزب التحریر د فعالیتونو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

عبدالله عبدالله ویلي د افغانستان د اساسي قانون له مخې سیاسي ګوندونه کولی شي چې په ازاده توګه فعالیت وکړي، خو هغه ویلي وو چې هغو ډلو ته چې دیموکراسۍ له فضا څخه د هیواد د ناامنه کولو لپاره کاراخلي او تروریستي اهداف لري باید اجازه ورنه کړل شي.

د تحریر ګوند په افغانستان کې څرګند فعالیت نه لري خو ددغې ډلې له خوا وخت په وخت د یو لړ مسلو په هکله په دري، پښتو، عربي او انګلیسي ژبو رسنیو ته اعلامیې استول کیږي چې ددغې ډلې د افراطي نظریاتو ښکاروندي کوي.

تر دا مهاله په وسله والو او تروریستي بریدونو کې د دغه حزب د ښکېلتیا راپور نه دی ورکړل شوی.

تراوسه لا دغې ډلې د امرالله صالح د نننیو څرکندونو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG