د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي عربستان ښځو ته له محرم پرته سفر کولو اجازه ورکړه


سعودي عربستان نوي قوانین تصویب کړي چې له مخې یې ښځو ته اجازه ورکول کیږي چې پاسپورت واخلي او له نارینه پرته ځانته سفر وکړي.

له دې دمخه په سعودي عربستان کې ښځو د پاسپورت د اخیستلو او یا سفر کولو لپاره باید د خپلې کورنۍ د یو نارینه تائید ترلاسه کړی وای.

ددغه قانون پر بنسټ اوس هر څوک چې عمر یې ٢١ کاله او یا له هغې زیات وي – د جنسیت په نظر کې نیولو پرته - اجازه لري چې د کورنۍ د نارینه غړي د تائید پرته له هیواد نه بهر سفر وکړي.

پدغه قانون کې بدلون چې په سعودي عربستان کې د ښځو د حقونو د فعالانو لوی لاسته راوړنه گڼل کیږي، ددغه هیواد په ټولنیزو رسنیو کې ډول ډول غبرگونونه پارولي دي.

سره له دې چې یو شمیر خلکو یې هرکلی کړی دی یو شمیر نورو د ویدیوگانو په خپرولو سره د یو شمیر ملایانو خبرې خپرې کړي چې د په یواځې ځان د ښځو له سفر سره مخالف دي او پر نویو قانونو باندې یې اعتراض کړی دی.

په سعودي عربستان کې نوی تصویب شوی قانون پر اساس ځینې نور بدلولونه هم رامنځ ته شوي لکه، ښځې ازادي لري چې د واده او طلاق د اخیستلو لپاره درخواست ورکړي. همداشان ښځې اوس کولای شي د نوي ماشوم زیږدیدنه ثبت کړي او د کورني هویت اسناد ترلاسه کړي، پدې توگه هغه موانع له منځه ځي چې له کبله یې ښځو نشو کولای د هویت کارتونه ترلاسه کړي.

همداشان ښځې په سعودي عربستان کې اوس اجازه لري چې د خپلو اولادونو قانوني سرپرستي وکړي چې دا حق دمخه یواځې د نارینو لپاره ځانگړی شوی و.

خو له دې سره سره بیا هم په سعودي عربستان کې د ښځو پر وړاندې یو لړ محدویتونه شته. ددې جملې نه لا هم ښځې د زندان او امنو کورونو نه د وتلو او یا واده لپاره لا هم د نارینو اجازې ته اړتیا لري. برسیره پر دې ښځې نشي کولای د خپلو اولادونو واده تائید او یا رد کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان د جمعې په ورځ اگست دوهمه (زمري ١١) وویل چې لا هم په سعودي عربستان کې د ښځو د حقونو د تامین لپاره زیاتو هڅو ته اړتیا ده.

خو بیا هم دغه سازمان د نویو قوانینو هرکلی کړی او هغه یې په سعودي عربستان کې د ښځو د حقونو د فعالانو د مبارزو او هڅو نتیجه بللې ده.

XS
SM
MD
LG