د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي د ښځو د حقونو فعالان نیولې


د سعودي عربستان حکومت په دغه ملک کې د ښځو د حقونو د فعالینو نیولو ته په داسې حال کې دوام ورکړیدی چې د ښځو د موټرو چلولو د بندیز د ختمیدو یو څو اونۍ پاتې دی.

د ښځو د حقونو ډلې وایي چې حکومت په وروستیو کې ځینې فعالین نیولې دي چې زیاتره یې ښځې دي.

دغه کسانو د ښځو د حقونو چې پکې د موټر چلولو حق او د نارینوو د مشرۍ د قانون د ختمولو غوښتنې شاملې وې. د یادونې وړ ده چې په سعودي کې د دی باوجود چې ښځې ته به د موټر چلولو اجازه ورکړې شي خو هغه به بیا هم د کور د نارینه د اجازې پرته د ژوند لوی پریکړې نشې کولی.

د سعودي پولیسو ویلي دي چې ٧ تنه یې د بهرني عناصرو سره د اړیکو په شک نیولې دي او دا چې هغوي دښمنو عناصرو ته د مالې مرستو وړاندیز کړیدی.

دولتي رسنیو نیول شوې کسان "د سفارتونو جاسوسان" بللې دي.

د بخښنې نړیوال سازمان رویټرز ته ویلي چې د سعودي حکومت ٧ تنه ښځې او ٢ نارینه نیولې دي. پدی برسیره هغوي یا ناپیژندل شوی مبارز هم نیولی. د بشري حقونو د څار سازمان هم د ١١ کسانو نیول تائید کړیدي.

XS
SM
MD
LG