د لاس رسي وړ اتصالات

د خاشقجي له قتل وروسته، د سعودي ولیعهد لومړي ځل لپاره ترکیې ته ځي 


رجب طیب اردوغان او محمد بن سلمان
رجب طیب اردوغان او محمد بن سلمان

د ترکیې یو مقام د جمعې په ورځ جون ۱۷ (غبرګولي ۲۷) وویل چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان راتلونکې اونۍ ترکیې ته سفر کوي.

وروسته له هغې چې د ریاض منتقد ژورنالست جمال خاشقجي په ۲۰۱۸ کال کې په استانبول کې د سعودي عربستان د قونسلګرۍ دننه ووژل شو، د ریاض او انقرې اړیکې خورا خړې پړې شوې.

د ښاغلي خاشقجي له قتل وروسته دا لومړی ځل دی چې ټاکل شوې د سعودي عربستان ولیعهد د ترکیې لیدنه وکړي.

د ترکیې یو لوړپوړي مقام د فرانس پرس اژانس ته ویلي چې "تمه ده د شاهي دولت بالفعل حاکم د جون د میاشتې په ۲۲مه له انقرې څخه لیدنه وکړي، خو د هغه د سفر جزییات تر اوسه ندي اعلان شوي."

د سعودې عربستان د ولیعهد د سفر په ترڅ کې ټاکل شوې د عربستان او ترکیې مقامات پداسې حال کې څو موافقې لاسلیک کړي چې انقره هڅه کوي د خپل پولي تورم په خاطر د غیر غربي متحدینو سره تعامل وکړي.

له دې دمخه د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د اپریل د میاشتې په پای کې جمال خاشقجي له وژل کیدو وروسته د لومړي ځل لپاره عربستان ته تللی و او د خپل سفر په ترڅ کې د محمد بن سلمان سره یوځای مکې ته هم ولاړ.

خبریال او د سعودي عربستان د ولیعهد منتقد جمال خاشقجي چې د واشنګټن پست ورځپاڼې ته یې هم لیکنې کولې د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په دوهمه په استانبول ښار کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته له ننوتلو وروسته بې درکه شو.

پلټنې ښیي چې قونسلګرۍ ته له ننوتلو وروسته خاشقجي د سعودي عربستان د اجنټانو له خوا ووژل شو او بدن یې ټوټه ټوټه کړای شو. د ښاغلي خاشقجي د بدن ټوټې تر اوسه ندي موندل شوي.

ددغې پیښې وروسته د ترکیې د حکومت مقاماتو اعلان وکړ چې داسې اسناد او شواهد لري چې د عربستان د قونسلګرۍ دننه د خاشقجي د وژلو څرګندونه کوي.

عربستان په پیل کې د جمال خاشجقي د قتل مسله ردوله، خو وروسته یې ومونله چې خاشقجي اشتباهاً په یو غیراوصولي عملیاتو کې وژل شوی، خو په هغه کې یې د محمد بن سلمان لاس درلودل رد کړل.

د ترکیې ولسمشر اردوغان له دې دمخه ویلي وو چې د سعودي عربستان "لوړپوړو مقاماتو" د خاشقجي د وژلو امر کړی و، خو هیڅکله یې په مستقیمه توګه د سعودي د ولیعهد نوم ندی ذکر کړی.

د جمال خاشقجي وژنې د متحده ایالاتو په ګډون د ګڼو نړیوال د سختو انتقادونو سبب شو.

د رپوټونو له مخې د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن، اداره غواړي د سعودي په ۷۶ مقاماتو د ویزې محدودیتونه ولګوي، هغه کسان چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په وینا په بهر کې د عربستان د مخالفینو په ګواښلو کې ښکیل دي.

د متحده ایالاتو د مالیې وزارت هم د خاشقجي د وژلو په ارتباط د عربستان د استخباراتي ادارې په پخواني مرستیال احمد حسن محمد العسیري او ددې هیواد د چټک غبرګون په ځواک باندې بندیزونه لګولي دي.

خو ددې هر څه برسیره، د ښاغلي بایډن ادارې تر اوسه د عربستان په ولیعهد باندې بندیزونه ندي لګولي.

XS
SM
MD
LG