د لاس رسي وړ اتصالات

د سعودي پاچا خپل ٣١ کلن زوی نوی ولیعهد وټاکه


بن سلمان د ٢٠١٥ کال د مارچ د میاشتې راهیسې د یمن په جگړه کې د سعودي پر مشرۍ ایتلاف مسؤل هم دی
بن سلمان د ٢٠١٥ کال د مارچ د میاشتې راهیسې د یمن په جگړه کې د سعودي پر مشرۍ ایتلاف مسؤل هم دی

د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د چهارشنبې په ورځ خپل ٣١ کلن زوی محمد بن سلمان د ولیعهد په توگه اعلان کړ. ایران دا کار "نرمه کودتا" بللې ده.

د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس وایي چې د ملک سلمان د فرمان په اساس د هغه وراره محمد بن نایف چې ولیعهد او د سعودي عربستان د کورنیو چارو ځواکمن وزیر و، اوس له ټولو دندو نه گوښه کړای شو.

بن سلمان چې اوس د سعودي عربستان د دفاع د وزیر په توگه کار کوي د هغه هیواد د اقتصادي بهیر چارې هم څاري. همداشان د فرمان له مخې محمد بن سلمان به اوس د هیواد د صدراعظم د مرستیال په توگه هم دنده پرمخ بوزي.

٣١ کلن بن سلمان د ٢٠١٥ کال د مارچ د میاشتې راهیسې د یمن په جگړه کې د سعودي پر مشرۍ ایتلاف مسؤل هم دی. سعودي عربستان په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد چې ایران یې ملاتړ کوي، جنگیږي.

د سعودي رسنیو رپوټ ورکړی چې د سلطنتي کورنۍ د ٣۴ غړو له ډلې نه ٣١ غړو یې د نویو بدلونو په پلوۍ رایه ورکړې ده.

د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز، د خپل ناسکه ورور عبدالله بن عبدالعزیز له مړینې وروسته د هغه هیواد پاچا شو.

په داسې حال کې چې د خلیج یو شمیر هیوادونو د سعودي نوي بدلون ته هرکلی ویلی، د ایران دولتي تلویزیون د سعودي د پاچا تصمیم ته چې خپل زوی یې د ولیعهد په توگه وټاکه د "نرمې کودتا" په سترگه کتلي دي.

سعودي عربستان او ایران دوه سیمه ایز قدرتمن هیوادونه دي په سیمه کې د خپل نفوذ د زیاتولو په سالۍ بوخت دي.

XS
SM
MD
LG