د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي‌عربستان حوثي یاغیانو ته د اوربند وړاندیز وکړ 


سعودي‌ داسې مهال حوثیانو ته د اوربند وړاندیز کړی چې په هغه باندې په دې وروستیو کې بریدونه زیات شوي
سعودي‌ داسې مهال حوثیانو ته د اوربند وړاندیز کړی چې په هغه باندې په دې وروستیو کې بریدونه زیات شوي

د سعودي عربستان حکومت په یمن کې حوثي شیعه یاغیانو ته د هر اړخیز اوربند وړاندیز کړی دی.

د سعودي عربستان د حکومت په یوې اعلامیې کې ویل شوي‌ دي چې دا اوربند دې «د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې» په ټول یمن کې پلی شي.

د حوثیانو تر کنترول لاندې د مرکز صنعا د هوايي ډګر پرانیستل او د یمن د دولت او حوثیانو ترمنځ د مذاکراتو بیا پیلول حوثیانو ته د سعودي عربستان نور وړاندیزونه دي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان خبریالانو ته وویل: «غواړم د ټولو ټوپکونو خولې بندې شي. همدا چې حوثیان دا وړاندیز ومني، عملي به شي.»

تېرکال داپریل په میاشت کې د کروناویروس د خپرېدو له کبله د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف، چې حوثي شیعه یاغیانو سره په جګړې بوخت دی، موقت اوربند اعلان کړ، خو حوثیانو دغه اوربند له پامه وغورځوه.

دا تازه وړاندیزونه داسې مهال کیږي‌ چې د حوثي یاغیانو له لوري په سعودي عربستان باندې بریدونه زیات شوي دي.

په دغو بریدونو کې د سعودي‌عربستان د نفتو تاسیسات هم په نښه شوي ‌او مسولیت یې حوثي یاغیانو په غاړه اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG