د لاس رسي وړ اتصالات

سناتور پال: ټرمپ غواړي چې له افغانستان نه ووځي


د امریکا د سنا په مجلس کې جمهوري غوښتونکی سناتور رند پال
د امریکا د سنا په مجلس کې جمهوري غوښتونکی سناتور رند پال

د امریکا د سنا په مجلس کې جمهوري غوښتونکی سناتور رند پال د جمهور رئیس ټرمپ سره د خبرو په نتیجه کې دې نتیجې ته رسیدلی چې، گواکې ټرمپ غواړي د افغانستان جگړه پای ته ورسوي.

د واشنگټن پوست ورځپاڼه لیکي، په هغو ورځو کې چې د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر مایک پمپیو د سنا مجلس د تائید رای اخیستله، د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ ددې لپاره چې نوماند یې په سنا کې رایه ترلاسه کړي د جمهوري غوښتونکي سناتور پال د راجلبولو لپاره چې په بهر کې د امریکایي ځواکونو د میشت کیدو سخت مخالف دی، داسې څرگندونې کړي چې گواکې په افغانستان کې خپله پالیسي بدلوي.

د جمهور رئیس ټرمپ او د سناتور پال ترمنځ د خبرو او د دوشنبې د ورځې له دریو تیلیفوني مکالمو وروسته ښاغلی پال پدې باور شوی چې جمهور رئیس بیرته "په نړۍ کې د نه مداخلې سیاست" ته مخه کوي، هغه نظر چې ښاغلي ټرمپ د خپلې انتخاباتي مبارزې په ترڅ کې خپل کړی و.

سناتور پال ویلي، دې نتیجې ته رسیدلی چې، گواکې ټرمپ دې ته تیار دی چې په افغانستان کې جگړه پای ته ورسوي.

د ښاغلي ټرمپ او رند پال ترمنځ په مختلفو موضوعگانو باندې د تیرې اونۍ په خبرو کې یوه مهمه موضوع د افغانستان په اړه اندیښنه وه. ښاغلی ټرمپ د خپل پخواني دریځ برخلاف په هغه هیواد کې د قواو د پاتې کیدو سره موافقت کړی دی او خپله نوې پالیسي یې د باراک اوباما د وخت برعکس پر زماني مهال ویش پورې نه بلکه پر عیني شرایطو پورې مربوطه کړې ده.

خو ښاغلی پال وایي "مونږ د [افغانستان] په هکله د پالیسۍ د بدلولو په پروسه کې یو چې زما په اند سپینه ماڼۍ یې په هکله پوره وضاحت نلري، ښایي د مشخصو دلیلونو په وجه وي". ښاغلی پال زیاتوي چې که وپوښتل شي چې جمهور رئیس د افغانستان کړکیچ د حل کولو پلوي دی "زما په باور، هو، هغه د زیات شمیر خلکو په څیر نه غواړي چې ووایي سبا ته به وشي ".

امریکا په افغانستان کې اوسمهال نژدې ١۴ زره سرتیري لري چې ماموریت تر ډیره د افغان ځواکونو سره پر هوایي ملاتړ او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنیزو چارو پرمخ بیول دي.

له بلې خوا د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیم متیس د دوشنبې په ورځ ویلي چې امریکایي ځواکونه به په افغانستان او سوریه کې تر هغه پاته شي چې ددغو دوو هیوادونو کړکیچ ته یوه سیاسي حل لاره وموندل شي.

ښاغلي متیس په زغرده وویل چې جمهور رئیس دونالد ټرمپ د ځواکونو د چټک ایستلو مسله یوې خواته ایښې او په افغانستان او سوریه کې به ځواکونه تر نامعلوم وخت پورې پاته شي.

XS
SM
MD
LG