د بالیوډ د مشهور اداکار شاه رخ خان لور سهانا خان په یو لنډ فلم کې د اداکارۍ سره خپل هنري ژوند پیل کړ.
د سهانا خان دا پریکړه چې د بالیووډ په فلمونو کې د اداکارۍ نه مخکې په یو لنډ هنري فلم کې کار وکړي، په ټولنیزو رسنیو ستایل شویده. د هغې مینه وال وایي سهانا د خپل هنر په اساس نوم پیدا کول غواړي او د خپل پلار د نفوذ نه استفاده نه کوي.
د هند رسنۍ وایي چې سهانا دا وخت د نیویارک په پوهنتون کې زدهکړې کوي هغې خپلې لمړۍ زدهکړې د نوی دیلي نه ترسره کړیدي.
د سهانا د لمړمي فلم کیسه هم د یو داسې هنرمندې کیسه ده چې د فلمي نړۍ د یو ډیر لوی او بانفوذه اداکار لور په فلمونو کې اداکاري کوي او هغه هم د نوم پیدا کولو لپاره د عادي اداکارو پشان ځان کړوي او خواري کوي. په دغه فلم کې ښودل کیږي چې په اداکارۍ کې نوم یواځې هغه کسان پیدا کولی شي چې هنر لري.
د سهانا خان پدغه فلم کې د اداکارۍ په اړه زیاتره مثبتې تبصرې شویدي خو بیا ځینو کسانو دا نیوکې هم کړیدي چې بالیوډ یواځې د هغه کسانو ځای دی چې کورنۍ یې بانفوذه وي.