د لاس رسي وړ اتصالات

د سینګاپور د پارلمان مشر او یوې وکیلې د 'نامشروع اړیکو' له کبله استعفا وکړه


د سینګاپور د پارلمان رئیس تان چوان جین
د سینګاپور د پارلمان رئیس تان چوان جین

د سینګاپور د پارلمان رئیس تان چوان جین او د پارلمان وکیلې چنګ لي هوی د دوشنبې په ورځ جولاۍ ۱۷ (چنګاښ ۲۶) په خپلو کې د "نامشروع اړیکو" لرلو له کبله استعفا وکړه.

د پارلمان د دوو غړو استعفا د سینګارپور د حاکم ګوند د یو وزیر په اړه د لوړې کچې اداري فساد د تحقیقاتو له قضیې وروسته، دغه ګوند د نور کړکیچ سره مخامخ کړی دی.

د سینګاپور صدراعظم لي هیسین لونګ وویل چې "د خلکو عمل ګوند [PAP] کې د اخلاقو د لوړو معیارونو د ساتلو په موخه " یې د پارلمان د رئیس او وکیلې چنګ لی هوی استعفاوې ومنلې.

هغه وویل چې د پارلمان دغو غړو "نامشروع اړیکې" ساتلې او په اړه یې د فبروري په میاشت کې خبرداری هم ورکړل شوی و.

دې قضیې د خلکو د عمل ګوند لپاره چې د تیرو ۶۴ کلونو راهیسې پر سینګاپور حاکم دی او خپل حکومت له فساد څخه پاک ګڼي، نوې ستونزې ایجاد کړي دي.

تیره اونۍ، د ترانسپورت وزیر ایس اسواران د سینګاپور د اداري فساد د پلټنو د ادارې لخوا په بې ساري ډول د لوړې کچې اداري فساد په تور ونیول شو.

اسواران په ضمانت خوشې شوی او ژمنه یې کړې چې د اداري فساد ددې قضیې په پلټنو کې مرسته کوي.

تر دې مخکې د کابینې د دوو نورو غړو لخوا د اپارتمانونو د کرایه کولو په یو قرارداد کې د غبن د تورونو په اړه پلټنې شوې وې، خو وروسته دواړه بې ګناه وګڼل شول.

سیاسي شنونکي وايي، د فساد وروستۍ قضیې ښايي پر واکمن ګوند باندې د سینګاپور د خلکو اعتماد ته زیان ورسوي.

په پام کې ده چې سینګاپور د ۲۰۲۵ په نومبر کې عمومي انتخابات وکړي او تمه کیږي چې ځوان نسل د مشرتابه ډیرې څوکۍ ترلاسه کړي. د سینګاپور ۷۱ کلن صدراعظم لي هیسین لونګ ژمنه کړې چې څوکۍ به خپل مرستیال لارنس وانګ ته وسپاري.

لي خبریالانو ته وویل چې د پارلمان رئیس تان، چې متاهل دی او دوه ماشومان لري، ددې کال په پیل کې له نوموړي سره ددغې قضیې په اړه له خبرو وروسته د خپلې دندې د استعفا کولو ژمنه وکړه.

صدراعظم لي وویل په هغه ناسته کې یې تان ته خبرداری ورکړی چې "نامشروع اړیکې" پای ته ورسوي.

صدراعظم لي هیسین لونګ وویل: "خو پدې وروستیو کې ما داسې معلومات ترلاسه کړل چې ښيي هغه دې اړیکې ته دوام ورکړی دی."

د پارلمان رئیس صدراعظم ته په لیږل شوي یو لیک کې ویلي، هغه پتېیلې چې له سیاست څخه لاس واخلي او خپلې کورنۍ ته پاملرنه زیاته کړي.

په لیک کې زیاته شوې: "ما ددوی شهرت ته زیان ورساوه... زه باید د دې کار مسؤلیت په غاړه واخلم او خپلې کورنې ته توجه زیاته کړم."

XS
SM
MD
LG