د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د نړۍ ناامنه او سنګاپور تر ټولو امن هیواد دی- ګالوپ 


د ګالوپ د تحقیقاتي ټولنې په خپله نوې سروې کې چې د چهار شنبې په ورځ اکتوبر ۲۶ (لړم څلورمه) خپره شوه، ویلي چې افغانستان د نړۍ تر ټولو ناامنه او سنګاپور تر ټولو امن هیواد دی.

دغې ټولنې په خپله سروې کې څرګنده کړې چې د نورې نړۍ په نسبت، افغانان د شپې له خوا د یوازې ګرځیدلو پرمهال د لږ امنیت احساس کوي.

خو په دې سروې کې ویل شوي، سره له دې چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د امنیت د برخې امتیازات ټیټ وو خو د ۲۰۱۹ کال د ۴۳ امتیازونو په نسبت، د ښه والي ښکارندویي کوي.

سروې زیاتوي، په ۲۰۲۱ میلاد‌ي کال کې د امنیت د ښه والي احساس د نارینه افغانانو ترمنځ دی. په ۲۰۲۱ میلادي کال کې ۳۲ سلنه نارینه افغانانو ویلي دي چې د شپې له خوا د ګرځیدلو راګرځیدلو پرمهال د خوندیتوب احساس کوي، په داسې حال کې چې دا رقم په ۲۰۱۹ میلادي کال کې ۱۶ سلنه وو.

په سروې کې ویل شوي چې ۱۲ سلنه افغان میرمنو هم ورته نظر ورکړی په داسې حال کې چې دا شمیر په ۲۰۱۹ میلادي کال کې اته سلنه وو.

خو په سروې کې ویل شوي د حالت ددغه ښه والي‌ سره سره، افغانان د نورې نړۍ په نسبت د شپې له خوا د خوندیتوب لږ احساس کوي.

په واشنګټن کې د ګالوپ میشتې تحقیقاتي ټولنې په ۲۰۲۱ کال کې د نړۍ په څه باندې ۱۲۰ هیوادونو کې له ۱۲۷ زره لویانو سره د مرکو پر اساس د هغوی په ټولنو او هیوادونو کې د امنیت او قانون د حاکمیت په اړه خبري کړې او دا سروې یې برابره کړې ده.

سنګاپور په سروې کې د نورو هیوادو په نسبت تر ټولو ستر رقم ۹۶ امتیازونه او افغانستان تر ټولو ټیټ رقم ۵۱ امتیازونه ترلاسه کړي دي.

په دغو دواړو هیوادونو کې دا سروې په ۲۰۲۰ میلادي‌کال کې د کرونا ویروس له امله ترسره نشوه، خو له هغه څخه په مخکې دوو کلونو کې سنګاپور تر ټولو لوړ او افغانستان تر ټولو ټیټ امتیاز ترلاسه کړی وو.

له سنګاپور وروسته، ترکمنستان، چین، آیسلند او کویټ په ترتیب سره دویم تر پنځم ځایونه خپل کړي دي.

د ګالوپ په سروې کې همدارنګه ویل شوي چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په ټوله نړۍ کې له هرو لسو کسانو څخه کابو اوو یا ۷۱ سلنه کسانو ویلي چې د شپې له خوا د ګرځیدلو پرمهال د خوندیتوب احساس کوي.

اویا سلنه کسانو همدارنګه ویلي دي چې هغوی په خپلو سیمه ایزو پولیسو باور لري.

سره له دې چې اکثریت خلکو ویلي د شپې له خوا د خپلو استوګنو په سیمو کې یوازې د ګرځیدو راګرځیدو پرمهال د خوندیتوب احساس کوي خو ۲۸ سلنه نور چې د خوندیتوب دا احساس نلري په میلیونونه کسان، واړه تجارتونه او هغه ټولنې دي چې په خپلو سیمو کې د جرایمو او یا هم تاوتریخوالو له ویرې مشکل سره مخ دي.

د ګالوپ تحقیقاتي ټولنې یو مسول محمد یونس ویلي:" دا ارقام له لاس څخه د انساني ظرفیت د تللو ښکارندویي کوي او په ډیرو هیوادونو کې د انساني پراختیا د ننګونو عمده برخه شمیرل کیږي."

د ګالوپ په سروې کې د افریقا د صحرا جنوبي هیوادونه او لاتینه امریکا له لوی خنډ سره مخ ښودل شوي دي. سروې زیاته کړې چې د کلونو راهیسې خلک په لاتینه امریکا، د کارابین هیوادونو، او د افریقا د صحرا په جنوبي هیوادونو کې د نړۍ د نورو سیمو په نسبت د لږ خوندیتوب احساس کوي.

له افغانانو وروسته، ۳۲ سلنه د افریقا د جنوبي برخې اوسیدونکي، ۳۳ سلنه ونزویلایان او ۳۳ سلنه د ګابون هیواد اوسیدونکي په ترتیب سره د لږ امنیت احساس کوي.

په متحدو ایالتونو، کاناډا او غربي اروپا کې هم د نمراتو شاخص مخ په ټیټیدو وو. د متحدو ایالتونو او کاناډا سیمې په برخه کې شاخص درې امتیازه کم شوی دی چې په متحدو ایالتونو کې یې عمده دلیل پر سیمه ایزو پولیسو د خلکو د اعتماد کموالی ښودل شوی دی.

سره له دې چې اکثریت امریکایان په خپلو سیمه ایزو پولیسو باور کولو ته دوام ورکړی خو په ۲۰۲۰ کال کې د جورج فلویډ د وژل کیدو په شان پيښو په ۲۰۲۱ کال کې د هغوی پر باور اغیز کړی دی.

په ۲۰۲۱ کال کې هرو څلورو امریکایانو څخه کابو دریو چې ۷۴ سلنه کېږي، ویلي دي چې په خپلو سیمه ایزو پولیسو باور لري، خو دا شمیر د جورج فلویډ له وژل کیدو مخکې په ۲۰۲۰ کال کې ۸۲ سلنه وو.

د آسیا جنوب ختیځې برخې په ۲۰۲۱ میلادي‌ کال کې د اعتماد د زیاتیدو ډیره برخه ځانته ځانګړې کړېده، د خلکو د اعتماد فیصدي له ۷۸ فیصدو څخه ۸۲ فیصدو ته لوړه شوې ده. دا د نړۍ د نورو سیمو په نسبت تر ټولو ستر رقم دی.

په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د اعتماد دا ښه والی تر ډیره په سروې کې د سنګاپور د شمالیدو له امله دی، هغه هیواد چې اوسیدونکي یې معمولا په خپلو پولیسو د ډیر اعتماد یادونه کوي.

XS
SM
MD
LG