د لاس رسي وړ اتصالات

نظر پوښتنه: افغانستان څخه د عسکرو تر ایستلو وروسته نړۍ کې د امریکا د رهبرۍ محبوبیت کم شوی


په یوې تازه سروې کې ویل شوي دې چې په نړۍ کې د متحده ایالاتو د مشرتابه ملاتړ وروسته تر هغه کم شو چې د افغانستان څخه یې ټول امریکایي عسکر ووتل.

د ګالوپ په سروې کې ویل شوي چې د جمهور رئیس جو بایډن د محبوبیت کچه د واک په لومړنیو شپږو میاشتو کې لوړه وه خو د کال په وروستیو میاشتو کې پداسې حال کې ټیټه شوه چې د امریکا په مشرۍ ټول بهرني ځواکونه د افغانستان څخه ووتل.

د نظر د معلومولو پدې سروې کې ویل شوي چې د افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو د وتلو څخه وړاندې د نړۍ په ۴۶ هیوادونو او سیمو کې چې ددې سروې لپاره د خلکو نظر پکې اخیستل شوی، د متحده ایالاتو د مشرتابه محبوبیت ۴۹ په ۱۰۰ کې و.

په دومره لوړه کچه د متحده ایالاتو د یو جمهور رئیس محلوبیت بې سابقې دی او د امریکا مخکني جمهور رئیس بارک اوباما په ۲۰۰۹ کال کې کله چې د لومړي ځل لپاره جمهور رئیس شو، په خلکو کې یې همدومره لوړ محبوبیت درلود.

خو د افغانستان څخه د امریکایي عسکرو تر وتلو وروسته چې په اضافي ۷۰ هیوادونو او سیمو کې چې د امریکا د رهبرۍ په هکله د خلکو نظر اخیستل شوی، په خلکو کې یې د محبوبیت کچه یوازې ۴۳ په ۱۰۰ کې وه.

امریکا د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې له طالبانو سره یو سند لاسلیک کړ چې له مخې یې دواړو لوریو یو لړ ژمنې وکړې. د نورو تعهداتو سربېره طالبانو ژمنه وکړه چې د القاعدې په شمول له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې شلوي او هغوي ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه نه ورکوي.

د همدې تړون له مخې متحده ایالاتو خپل ټول عسکر د افغانستان څخه د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې وایستل.

د امریکا په کانګرس کې یو شمیر جمهوري غوښتونکي په جمهور رئیس جو بایډن تور لګوي چې په افغانستان کې یې د جګړې د ختمیدو او د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه په خپله پریکړه کې د جګپوړو نظامي چارواکو سپارښتنې په پام کې نیولي ندي.

ښاغلي بایډن په اګست میاشت کې له ABC شبکې سره په مرکه کې ویلي وو چې پوځي قومندانانو په افغانستان کې د ۲۵۰۰ پوځيانو د ساتلو په اړه هغه ته مشوره نه وه ورکړې.

جمهوري غوښتونکو قانون جوړونکو ښاغلی بایډن په درواغ ویلو تورن کړ او ویې ویل هغه ژمنه کړې وه حتی د طالبانو د ګړندي پرمختګ سره، افغانستان به په بل ویتنام بدل نشي.

د امریکا د استازو د مجلس د وسله والو خدمتونو په کمیټه کې پر ښاغلي بایدن نیوکې دومره جدي وې چې جمهوري غوښتونکي استازي جو ویلسن د ښاغلي بایډن د استعفا غوښتنه وکړه.

سره له دې چې له افغانستان څخه د نظامي تخلېې په عملیاتو کې شاوخوا ۱۲۴ زره کسان ویستل شول، خو جګپوړي امریکايي نظامي چارواکي وایي چې دا عملیات" ستراتیژیکه ناکامي" وه او ددې لامل شوه چې طالبان بیا واک ته ورسیږي.

د طالبانو سره د سولې تړون د امریکا د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په واکمنۍ کې لاسلیک شوی و.

XS
SM
MD
LG