د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې سګرټ څکول تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلي


په امریکا کې د سګرټ څکول په تاریخ کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلي. تازه شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۲ کال کې په هرو نهو بالغو امریکایانو کې یو کس سګرټ څکول.

د امریکا د ناروغیو سره د مبارزې ادارې د ۲۰۲۲ په احصائیه کې چې پایلې یې د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۷ (غوايي اوومه) خپرې شوې، ۲۷ زره کسان پوښتل شوي دي. دا احصائیه ښيي چې په امریکا کې د سګرټ څکوونکو شمېر په دوامدار ډول مخ په کمېدو دی.

په ۲۰۲۱ کال کې په دغه هېواد کې ۱۲.۶ سلنه سګرټ څکوونکي وو خو په ۲۰۲۲ کې دا شمېره ۱۱.۳ ته راټیټه شوې ده.

خو احصائیه ښيي چې د برقي سګرټو د څکوونکو شمېر په تېر یو کال کې له ۴.۷ سلنې څخه ۵.۹ سلنې ته لوړ شوی دی.

د امریکا د ناروغیو سره د مبارزې ادارې د اټکل له مخې، په ۲۰۲۰ کال کې په امریکا کې ۳۰.۸ میلیون لویانو سګرټ څکول. ددې اټکل له مخې، ۱۱ سلنه ښځې او ۱۴.۱ سلنه نارینه په سګرټو روږدي وو.

په متحده ایالاتو کې د څو لسیزو راهیسې سګرټ څکول د حکومت د هغو تګلارو په پایله کې کم شوي چې خلک د سګرټ د نشې پرېښودلو ته هڅوي او متوجه کوي یې چې دا نشه د سرطان او زړه د ناروغیو لامل کیږي.

د امریکا د ناروغیو سره د مبارزې ادارې د معلوماتو له مخې، د سګرټ څکوونکو د شمېر له کمېدو سره سره، دا نشه لا تراوسه په امریکا کې د داسې ناروغیو له امله د انسانانو د مړینې تر ټولو ستر لامل دی چې درملنه او مخنیوی یې شونی دی.

XS
SM
MD
LG