د لاس رسي وړ اتصالات

نیوزیلنډ د نوي او راتلونکي نسل لپاره د سګرټو خرڅلاو بند کړ  


د نیوزیلنډ پارلمان د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۱۳ (لیندۍ ۲۲) یو قانون تصویب کړ چې له مخې یې هغه کسان چې د ۲۰۰۹ کال د جنوري له لومړۍ نیټې وروسته زیږیدلي او یا هم له دې وروسته زیږي، هیڅکله نشي کولی سګرټ واخلي؛ یعنی د ۱۴ کلونو او د هغه څخه د کم عمر خلکو لپاره د سګرټ په اخیستلو دایمي بندیز دی.

نیوزیلینډ په ښکاره ډول په نړۍ کې لومړی هیواد دی چې د راتلونکي نسل لپاره یې سګرټ غیر قانوني کړي دي. د دغه قانون له مخې به هر کال د سګريټو د اخيستلو عمر لوړېږي او چارواکي هيله لري چې نيوزيلنډ به تر ۲۰۲۵ کال پورې له سګريټو پاک شي.


د هغه لایحې له مخې چې د دغه هیواد حکومت سږکال دوبي کې پارلمان ته وړاندې کړ او د سه شنبې په ورځ تصویب شو، د تنباکو په ټولو محصولاتو کې د نیکوتین اندازه باید د پام وړ کمه شي.

سربیره پردې ، نوی قانون د پلورنځیو او سوپر مارکیټونو په الماریو کې د سګرټو پلور منع کوي او سګریټ باید د تنباکو په ځانګړي پلورنځیو کې وپلورل شي. نوی قانون د تنباکو پلورنځیو شمیر له شپږ زرو څخه ۶۰۰ ته راکموي.

د نیوزیلنډ د روغتیا وزارت مرستیالې ډاکټر عایشه د پارلمان غړو ته وویل، "داسې محصول ته د اجازه ورکولو لپاره هیڅ دلیل نشته چې د استعمالونکو نیمایي وګړي وژني. او زه تاسو ته ویلای شم چې د دې قانون په تصویب سره به په راتلونکي کې موږ دې مسلې ته د پای ټکی کېږدو."

هغې وویل چې د هیواد روغتیایی سیسټم به د تنباکو پورې اړوند ناروغیو لکه سرطان، د زړه حملې، سټروک او نورو له درملنې نه کولو له درکه میلیاردونه ډالر خوندي کړي. هغې وویل چې دا قانون به یو نسل بدل کړي او د ځوانانو لپاره به د ښه روغتیا میراث پریږدي.

په دې بندیز کې اوس مهال الکترونیکي سګرټ شامل نه دي، پداسې حال کې چې ټاکل شوی وه په اصلي لایحه کې دا شامل وي.

د سګريټو استعمال چې پخوا د نوي زیلنډ د ځوانانو په منځ کې رواج درلود له څه مودې راهيسې کم شوی او اوس د دغه هېواد يوازې ۸ سلنه اوسېدونکي سګرټ څکوي، په داسې حال کې چې لس کاله وړاندې دغه شمېره ۱۶ سلنه وه.

نوی قانون به دوه اونۍ وروسته په ۲۰۲۳ کې نافذ شي. د ډیرو روغتیایی سازمانونو لخوا ددې بدلون هرکلی شوی.

XS
SM
MD
LG