د لاس رسي وړ اتصالات

زین الدین زیدان د ریال مادرید لوبډله پرېږدي


زیدان په داسې حال کې دا پریکړه اعلانوي چې ریال مادرید تاز د اروپا د غوره لیګ سیالیو اتلولي وګټله

د هسپانیا د ریال مادرید لوبډلې روزونکی زین الدین زیدان د ریال مادرید لوبډله پریږدي.

د روان کال د اروپا د غوره لیګ سیالیو د اتلې لوبډلې روزونکي زین الدین زیدان د پنجشنبې په ورځ (مۍ۳۱) اعلان وکړ چې نور نغواړي د یادې لوبډلې روزونکی وي.

زیدان په داسې حال کې دا پریکړه اعلانوي چې د ده په مشرۍ ریال مادرید پنځه ورځې مخکې د اروپا د غوره لیګ سیالیو اتلولي وګټله.

زیدان د هسپانیا له دې وتلې لوبډلې سره د خپل دوه نیم کلن کار په موده کې درې ځله په پرله پسې ډول د اروپا د تر ټولو غوره لیګ سیالیو اتلولي ګټلې ده.

زیدان وویل، دا یې ښه موقع وګڼله چې له ریال مادرید سره مخه ښه وکړي ځکه لوبډله بدلون ته اړتیا لري. زیدان په ریال مادرید کې د خپل کار پرمهال، نهه اتلولۍ ترلاسه کړي چې تر ټولو مهمې یې درې ځله د اروپا غوره لیګ، یو ځل لالیګا، یو ځل د هسپانیا سوپر کپ، دوه ځله د اروپا سوپر کپ او دوه ځله د نړۍ د کلپونو اتلولۍ په ځان کې رانغاړي.

پنځه څلویښت کلن زیدان د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په میاشت کې د ریال مادرید لوبډلې روزونکی شو. دا د نړۍ د یوې سترې لوبډلې د مشر په توګه د هغه د مدیریت لومړنۍ دنده وه.

په هغه وخت کې د زیدان د کار په اړه شکونه وو ځکه ده تر دې وړاندې د کومې لوبډلې مشري نه وه کړې خو د وخت په تېرېدو د هغه وړتیا ټول حیران کړل.

XS
SM
MD
LG