د لاس رسي وړ اتصالات

بامیان کې واورو کې بند ۴سوه مسافر ژغورل شوي


د بامیان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، تېره شپه یې د دغه ولایت په پنجاب ولسوالۍ کې څه باندې ۴ سوه مسافر چې په واورو کې بند پاتې و ژغورلي دي.

د بامیان د والي ویاند عبدالرحمن احمدي د سې شنبې په ورځ د «کب پر ۲۸مه» امریکا غږ ته وویل:"تېره شپه له نهه نیمو بیا تر ۱۰بجو د بامیانو د والي په مشرۍ عملیاتي ټېم د شاتو کوتل سمې ته ولاړ او هلته یې ۱۵۰ موټر چې ۴۰۰ مسافرین پکښې و ژغورلي دي."

نوموړي‌ زیاته کړه چې په ژغورل شوو کسانو کې د نارینوو تر څنګ ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د بامیانو چارواکي‌ وايي، چې ژغورل شوي کسان د بامیان، غور او دایکنډي ولایتونو اوسېدونکي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې شپې راپدېخوا درندو واورو له امله په بامیان او دایکنډي ولایتونو کې لوی لارې د خلکو پر مخ تړل شوي دي.

د دایکنډي والي سید انور علي امریکا غږ ته وویل چې د دایکنډي او بامیان ولایت ترمنځ قوناق کوتل هم د درندو واورو له امله د تګ راتګ پر مخ تړل شوی دی.

دا ‌په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هوا پیژندنې ادارې روانه اونۍ د افغانستان په ګڼ شمېر ولایتونو کې د درندو واورو او بارانونو اورېدو خبر ورکړی دی.

پر همدې مهال د طبیعي پېښو سره د مبارزې د دولت وزیر نجیب اقا د کب پر ۲۳مه ویلي و چې، په را روان پسرلي کې د ۳۴ ولایتونو په ۱۸۴ ولسوالیو کې یو میلیون او درې سوو زرو څخه زیات افغانان د سېلابونو د لوړ ګواښ سره مخ دي.

د یادو چارواکو د معلوماتو له‌مخې وروستیو اورښتونو په ټول افغانستان کې ۵۱ تنه مړه کړي او زرګونه کورنه یې تخریب کړي دي.

د بارانونو له امله راوتلو وروستیو سېلابونو په کندهار، هلمند، فراه او هرات ولایتونو کې ځاني او مالي زیانونه اړولي و.

XS
SM
MD
LG