د جنوبي کوریا ولسمشر د یکشنبې په ورځ ( جون ٢٥) د دواړو کوریا گانو د جنگ د ٦٧ کلیزې په مناسبت په یو پېغام کې ویلي دي چې شمالي کوریا دی د اتومي او بالیستک توغندیو د جوړولو نه لاس واخلي.
د شمالي کوریا صدراعظم لي یاکنون د حکومت او پوځ چارواکو ته په یوې غونډې کې وویل چې "شمالي کوریا پارونکي اقدامانو ته دوام ورکړیدی او بالیستک توغندي ازموي. "
د جنوبي کویا مشر د شمالي کوریا نه وغوښتل چې د اتومي وسلو د جوړولو نه لاس واخلي تر څو د اتومي وسلو نه د کوریا د ټاپو وزمې د پاکولو لپاره هڅې پیل کړي.
داسې ویل کیږي چې شمالي کوریا روان کال د شپږمې اتومي ازموینې لپاره تیاری کوي.
د دواړو کوریا گانو جگړه په ١٩٥٣ کال کې ختمه شوه خو د سولې موافقه یې لاسلیک نکړه او دغه دواړه هیوادونه تر اوسه پورې د جنگ په حال کې دي.
نړیوال فشارونه
واشنگټن هم د څو کلونو راهیسې کوښښ کوي چې په شمالي کوریا باندې د بندیزونو د لارې فشار زیات کړي چې د اتومي وسلو د جوړولو نه لاس واخلي. واشنگټن په دی لړ کې چین هم قانع کړیدی چې په شمالي کوریا فشار زیات کړي.
د ملگرو ملتونو د امنیت شورا په ٢٠٠٦ کال کې په شمالي کوریا په لومړني ځل بندیزونه ولگول. شمالي کوریا د دغو بندیزونو نه وروسته هم پنځه اتومي ازموینې کړیدي او اوس وایي چې د اتومي وسلو نورې ازموینې هم کوي. ملگري ملتونو د شمالي کوریا د اتومي وسلو د خطر د مخنیوي په هدف په هغه هیواد باندې اقتصادي بندیزونه سخت کړیدي.
امریکا د ملگرو ملتونو نه هم غواړي چې په شمالي کوریا بندیزونه سخت کړي. شمالي کوریا بیا وایي چې دغه بندیزونه غیر قانوني او ظالمانه دي او د ملگرو ملتونو نه غواړي چې بندیزونه پری نه لگوي.