د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا نړیوالو ته خواست کړی چې بندیزونه پرې نه لگوي


د شمالي کوریا مشر کیم جان اون
د شمالي کوریا مشر کیم جان اون

د شمالي کوریا مشر کیم جان اون د جمعې په ورځ یو لیک خپور کړیدی. په دغه لیک کې هغه د نړۍ د هیوادونو نه خواست کړی چې د ملگرو ملتونو په بندیزونو یو ځلې بیا غور وکړي.

واشنگټن کوښښ کوي چې په شمالي کوریا باندي د بندیزونو د لارې فشار زیات کړي چې د اتومي وسلو د جوړولو نه لاس واخلي.

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا په ٢٠٠٦ کال کې په شمالي کوریا په لومړني ځل بندیزونه ولگول. شمالي کوریا د هغې بندیزونو نه وروسته پنځه اتومي ازموینې کړیدي او اوس وایي چې د اتومي وسلو شپږمه ازموینه هم کوي. ملگري ملتونو د شمالي کوریا د اتومي وسلو د خطر د مخنیوي په هدف په هغه هیواد باندې اقتصادي بندیزونه سخت کړیدي.

ملگري ملتونه، امریکا او نور گڼ شمیر ملکونه غواړي چې شمالي کوریا د اتومي وسلو او بالیستکي توغندیو جوړول بند کړي.

شمالي کوریا دغه لیک د ملگرو ملتونو ١٩٢ غړو هیوادونو ته لیکلی دی. په دغه لیک کې د دغو ټولو هیوادونو نه خواست شویدی چې تر څو دا نه وي معلومه شوي چې د ملگرو ملتونو بندیزونه قانوني دي، په شمالي کوریا دی د بندیزونو لگولو نه ډډه وکړي.


شمالي کوریا د ملگرو ملتونو نه په پرله پسې توگه دا خواست کوي چې د نړیوال قوانینو د پوهانو یوه هیت دی دغه بندیزونه وپلټي چې ایا دا قانوني دي او کنه.

د ملگرو ملتونو د امنیت په شورا کې د شمالي کوریا د بندیزونو د کمیټې غړي د ملگرو ملتونو د غړو هیوادونو د مشرانو سره ملاقاتونه کوي چې په پیونگ یانگ دغه بندیزونو ته عملي بڼه ورکړي.

شمالي کوریا وایي چې که چیرته دغه بندیزونه قانوني وی نو امریکا به نورو ملکونو ته خواست نه کاوه چې د پیونگ یانگ سره اقتصادي اړیکې وشلوي.

امریکا د چین سره هم په دی مسئله خبري کوي چې په شمالي کوریا باندي فشار زیات کړي او د ملگرو ملتونو په بندیزونو عمل وشي.

جنوبي کوریا وایي چې شمالي کوریا تیر کال څو ځله بالیستک توغندي ازمویلي او په جنوبي کوریا یې هم توغندي وار کړیدي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر ریکس ټیلرسن تیره میاشت ویلي و د امنیت شورا ته پکار ده چې د شمالي کوریا خلاف اقدامات وکړي، د دی نه مخکې چې هغوي بله ازموینه وکړي.

شمالي کوریا د امریکا کانگرس ته هم یو لیک استولې چې یې پکې امریکا ته گواښ کړی که نور بندیزونه پرې ولگول شو نو هغوي به د اتومي وسلو جوړول نور گړندي کړي.

شمالي کوریا تیره میاشت د نړیوالو اړیکو یوه کمیټه بیرته جوړه کړه چې یې په ١٩٩٠ کال کې ختمه کړي وه. دغه کمیټه به د نړیوالو سره په اړیکو غور کوي او کوښښ به وکړي چې پیونگ یانگ د منزوي کیدو نه وژغوري.

XS
SM
MD
LG