د لاس رسي وړ اتصالات

په لندن کې لاریون کوونکو په غزه کې د اوربند غوښتنه وکړه


د لندن لاریون
د لندن لاریون

د بریتانیا په پلازمینه لندن کې نن د شنبې په ورځ نومبر ۱۱ (لړم ۲۰) شاوخوا ۳۰۰ زره کسانو په یو لاریون کې ګډون وکړ او په غزه کې د اوربند غوښتنه وکړه.

برتانوي مقاماتو د "اوربند" (Armistice Day) په تاریخي ورځ د فلسطین په ملاتړ د ملي لاریون له تنظیم کیدلو څخه د بې نظمیو د رامنځته کیدو په خاطر ویره درلودله؛ هغه ورځ چې بریتانیا یې هر کال د خپلو پخوانیو سرتیرو په یاد نمانځي.

د پولیسو یو ویاند وویل چې پدې لاریون کې شاوخوا ۳۰۰ زره کسانو ګډون کړی دی.

لاریون کوونکو تور، سور، سپین او شنه فلسطیني بیرغونه لیږدول او په سړکونو یې شعارونه ورکول چې "په غزه بمباري بنده کړئ".

د اکتوبر د اوومې نیټې راهیسې چې حماس پر اسرائیل باندې بریدونه وکړل او د اسرائیلي مقاماتو په وینا شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې وژل او ۲۳۹ کسان یې یرغمل کړل، په لندن کې تقریبا هره اونۍ لاریونونه کیږي.

د حماس د بریدونو په غبرګون کې اسرائیلي پوځیانو پر غزې باندې هوایي، توپچي او ځمکني بریدونه کړي چې د حماس تر کنترول لاندې د غزې د روغتیا وزارت په وینا تر اوسه په کې څه دپاسه ۱۱زره کسان مړه شوي دي چې د هغوی په وینا څه دپاسه ۴۰۰۰ یې ماشومان دي. خو د غزې د روغتیایي مقاماتو شمیرې په خپلواکه توګه ندي تائید شوي.

د لندن مظاهره چیانو د "آزاد فلسطین"، "اوس اوربند" او "اسرائیل یو ترهګر دولت دی" شعارونه هم ورکړل.

۴۱ کلن شیراز بوبرا، چې د انګلستان له مرکز لیسټر څخه یې په لاریون کې ګډون کړی و، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: "سیاسي دریځ هیر کړئ". نور هر څه هېر کړئ، په داسې حال کې چې خلک وژل کېږي، تاسې غلي نه شې پاته کیدای. " هغه زیاته کړه، چې په غزه کې د اوربند تر ټینګېدو پورې به هره اوونۍ په لاریونونو کې برخه واخلي.

د لندن پولیسو د فلسطین د ملاتړو په تېرو مظاهرو کې د حماس د پلویانو په ګډون شاوخوا سل لاریون کوونکي نیولي دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د لومړي ځل لپاره د ۱۹۹۷ کال د اکتوبر په اتمه د حماس ډله د یوه بهرني ترهګر سازمان په توګه په لیست کې شامله کړه. د امریکا سربیره څو نورو هېوادونو لکه اروپايي ټولنې، کاناډا او اسرائیل هم حماس د یو تروریستي سازمان په توګه پېژني.

د ایران حکومت له څو لسیزو راهیسې حماس ته مالي، پوځي، وسلې او پوځي روزنه ورکوي، خو ایراني چارواکو ادعا کړې، چې د اکټوبر په اوومه د حماس له برید څخه خبر نه وو.

د ایران حکومت له څو لسیزو راهیسې حماس ته مالي، پوځي او د وسلو مرسته برابروي او پوځي روزنه ورکوي، خو ایراني چارواکو ادعا کړې، چې د اکټوبر په اوومه د حماس له برید څخه خبر نه وو.

په داسې حال کې چې د لندن په ښار کې د ګډوډۍ ویره شتون لري، د برتانیا صدراعظم ریشي سوناک د جمعې په شپه له مظاهره چیانو څخه وغوښتل چې په درناوي او سوله ایز چلند وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG