د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیکا کې له پولیو واکسین سره د اړوند ادارو همکاري زیاته شوې


د پکتیکا صحي مسوولین وايي، په دې ولایت کې د پولیو ناروغۍ د لنمځه وړلو په پروګرام کې د اړوندو ریاستونو او ادارو همکاري زیاته شوې.

د عامې روغتیا د مسؤلینو د معلوماتو له مخې، د پوهنې، حج اوقافو، اطلاعات او فرهنګ، کلیو او پراختیا او ښځو چارو هغه مهم ریاستونه دي، چې کولای شي د پولیو ضد واکسین په تطبیق او خلکو ته د عامه پوهاوي په ورکولو کې اساسي رول ادا کړي.

په پکتیکا کې د کتلوي معافیت مشر ډاکټر عبدالحکیم همت له امریکا غږ ته وویل، د یادو ریاستونو همکاري په داسې حال کې ډېره شوې، چې د وزارتونو په کچه ګډې ناستې ترسره شوي دي.

"زمونږ ډیرې ناستې له دوی سره په کابل کې د وزارتونو په سطحه، د پولیو د بخش له همکارانو سره ناستې د دې لامل شوې چې دلته په دوی فشار راوړل شي او اوس په تولو پروګرامونو کې را سره همکاري کوي".

ډاکتړ همت همداراز له یادو ریاستونو څخه د همیشنۍ او دوامدارې همکارۍ غوښتنه وکړه.

په ورته مهال د پکتیکا ولایت د حج اوقافو ریاست رئیس مولوي ضبط الله په دې برخه کې همکاري خپل مسوولیت ګڼي او زیاتوي، چې پولیو واکسین ته د اسلام له نظره شرعي اجازه ورکړل شوې او د نړۍ مشهورو علماؤ او دیني مرکزونو یې پر تطبیق ټینګار کړی دی.

" د نړۍ ټولو مشهورو دیني مرکزونو واکسین روا ګڼلي او بلکه ضروري يې بولي چې باید ټول خلک يې خپلو ماشومانو ته تطبیق کړي".

بل لور ته په پکتیکا کې یو بل دیني عالم مولوي ثمرګل له خلکو غواړي، چې خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق کړي، ځکه اسلام پر وقایه زیات تاکید او ټینګار کړی دی.

"پولیو یوه ناروغي ده چې ماشوم د مور او پلار د اوږې بار ګرځي نو واکسین دغه تکلیف له منځه وړي او نه هم په اسلام کې ممانعت لري، ټولو خلکو ته وایم د ماشومانو وقایه او ساتنه په هره وجه او طریقه چې وي باید ویې کړی".

سره له دې، چې سږکال په پکتیکا کې د ګوزڼ مثبتې پېښې راپور ندی ورکړل شوی، خو له جنوبي وزيرستان سره د کډوالو د تګ راتګ له امله لا هم دا ولایت د د ماشومانو د ګوزڼ ويروسي ناروغۍ له جدي خطر سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG