د لاس رسي وړ اتصالات

د مسکو د برید په شک څلور نیول شوي کسان په ترهګرۍ تورن شول


د روسیې په پایتخت مسکو کې یوې محکمې یکشنبه مارچ ۲۴ ( وري پنځه) حکم وکړ چې په مسکو کې د موسیقۍ په تالار باندې د برید په شک څلور نیول شوي کسان به د محاکمه کیدو پورې د پولیسو سره په بند کې پاتې شي.

په دې برید کې لږ تر لږه ۱۳۷ تنه ووژل شول.

د مسکو باسماني ولسوالۍ د محکمې په اعلامیې کې ویل شوي چې په څلور واړه کسانو د ترهګرۍ تورونه لګیدلي او که مجرم ثابت شي، عمري بندي کیدی شي.

محکمې همدارنګه ویلي چې دغه کسان د پخواني شوري اتحاد د تاجیکستان جمهوریت اتباع دي چې په روسیې کې یې ژوند کاوه. محکمې حکم کړی چې دا کسان به د روان میلادي کال د مۍ میاشتې تر ۲۲ مې بندیان وي او د څلورو څخه دریو یې په ټولو تورونو کې ځانونه مجرم هم بللي دي.

په روسیې کې د جمعې ورځې برید له کبله چې د مسکو سره نږدې د موسیقۍ یو تالار باندې وشو او د ۱۳۷ څه ډیر کسان په کې ووژل شول او د ۱۸۰ څخه ډیر ټپي شول، د یکشنبې په ورځ ملي ماتم و.

د روسیې عامې روغتیا وزارت ویلي چې د ژغورنې ټیمونه لا هم په سوځول شوې ودانۍ کې د ژونديو پاتې شویو پسې ګرځي ځکه چې ګڼ شمیر کورنۍ لا هم ندي خبر چې عزیزان یې پدې برید کې وژل شوي که لا هم ژوندي دي.

وزارت همدرانګه ویلي چې سلګونه کسان په مسکو کې په اوږدو کتارونو کې ولاړ و چې پدې برید کې ټپي شويو او سوځیدل شویو کسانو ته وینه ورکړي.

د جمعې ورځې برید په روسیې کې د ۲۰۰۴ کال راهیسې چې اسلام پالو وسله والو په یو ښوونځي کې د زده کوونکو په ګډون تر ۱۰۰۰ ډیر کسان یرغمل کړي و، تر ټولو خونړۍ پیښه وه.

عیني شاهدانو ویلي چې برید کوونکي څلور تنه و چې اتوماتیک وسلې ورسره وې او د موسیقۍ په تالار کې یې په خلکو ډزې وکړلې.

د اسلامي دولت یا داعش ډلې ادعا کړې چې برید هغوي کړی. دې ډلې په ټیلګرام کې یوه ویډیو هم خپره کړې او ادعا یې کړې چې په مسکو کې د موسیقۍ په تالار برید کوونکو ثبت کړې.

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د شنبې په ورځ ملت ته په وینا کې پدې پیښې کې د وژل شویو او ټپي شویو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړله او د یکشنبې ورځ یې په هیواد کې د ملي ماتم ورځ اعلان کړله.

ښاغلي پوتین پخپلو خبرو کې دا هم ویلي و چې د پیښې په تړاو ۱۱ تنه نیول شوي و چې څلور ټوپکوال هم پکې و. پوتین وویل چې دې کسانو کوښښ کاوه اوکراین ته وتښتي.

د روسیې فدرالي امنیت ادارې هم ادعا کړې چې وسله والو په اوکراین کې اړیکې درلودې او د دواړو هیوادونو ګډې پولې سره نږدې نیول شویدي.

خو بل پلو بیا د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي د ښاغلي پوتین دا ادعاوې رد کړي او ویلي چې پوتین او ډله یې کوښښ کوي چې ددې برید ملامتي په نورو واچوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG