د لاس رسي وړ اتصالات

رحمان پوتین ته: ترهګر ملت او دین نه لري


د تاجیکستان جمهوري ریاست وایي چې امامعلي رحمان له پوتین سره په تیلیفون کې خبرې کړي.
د تاجیکستان جمهوري ریاست وایي چې امامعلي رحمان له پوتین سره په تیلیفون کې خبرې کړي.

له هغه وروسته چې روسي رسنیو وویل، د مسکو د کنسکرت په صالون باندې د برید په شک څلور نیول شوي کسان د تاجیکستان دي، د دغه هېواد ولسمشر امامعلي رحمان د روسیې له ولسمشر ولادمیرپوتین سره په تیلفون کې خبرې کړې او دا پېښه یې غندلې ده.

روسي مطبوعاتو د امنیتي ادارو او یو قانون جوړوونکي په حواله لیکلي دي چې نیول شوي تاجیکان دي. روسي مقاماتو ویلي دي چې د جمعې د ورځې له برید څخه وروسته څلور نیول شوي مشکوک کسان بهرنیان دي، تاجیکستان دا تور رد کړی دی چې د دوی اتباع په دغه برېد کې دخېل وو.

د تاجیکستان د ولسمشر دفتر د یکشنبې په ورځ مارچ ۲۴ (حمل څأورمه) په یوې اعلامیې کې د رحمان له خولې ویلي: «ترهګر ملت، ټاټوبی او مذهب نلري.» نوموړي تر دې مخکې هم دا ډول څرګندونې کړې وې او په تازه څرګندونو کې یې د مسکو برید کې د مشکوکو کسانو تابعیت ته اشاره نه ده شوه.

د اسلامي‌ دولټ ډلې (داعش) ادعا کړې ده چې دا برید هغوی کړی دی. دا ډله په تاجیکستان کې هم فعاله ده، تاجیکستان له افغانستان سره سرحد لري.

کرملین ویلي دي‌ چې دواړو مشرانو په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې د ترهګرۍ سره به خپلې ګډې هڅې زیاتوي.

تېره ورځ د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل هغه راپورونه «درواغ» دي چې د دغه هېواد اتباع د مسکو په برید کې دخېل وو. د تاجیکستان د کورنیو چارو وزارت هم ویلي ‌وو چې هغه دوه کسان چې د روسیې په رسنیو کې یې نومونه اخیستل شوي، د برید په مهال په تاجیکستان کې وو.

پوتین له برید وروسته وویل چې ۱۱ مشکوک کسان نیول شوي‌او څلورو یې هڅه کوله چې اوکراین ته وتښتي. روسي مقاماتو دا خبره هم کړې ده چې نیول شوي څلور نیول شوي‌ مشکوک کسان د روسیې اتباع نه دي او ټول بهرنیان دي.

په دغه برید کې حد اقل ۱۲۳ کسان وژل شوي‌او لسګونه نور ژوبل دي. امریکا او نورو هېوادونو دا برید غندلی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG