د لاس رسي وړ اتصالات

سوریې کې د کیماوي وسلو په یو ممکنه برید کې سلگونه تنه زخمیان دي


د سوریې دولتي رسنۍ وایي چی په حلب کې د یو ممکنه کیمیاوي وسلو د برید نه وروسته شاوخوا ١٠٠ تنه روغتون ته انتقال شویدي، زخمیان د تنفس مشکل لري.

په بریتانیې کې د سوریا د بشري حقونو د څار ډله وایي چې تروسه پورې د ٩۴ کسانو علاج شویدی او ٣١ لا اوس هم په روغتون کې دي.

روسیه چې په سوریې کې د بشار اسد ملاتړ کوي وایي چې داسي ښیي یاغیانو د کلورین د گاز یو توغندی وار کړی وي.

د روسیې د دفاع د وزرات ویاند ایگور کوناشنکوف وویل د روسیې جنگي الوتکو ځوابي بریدونه ترسره کړیدي. او د یاغیانو ټولې اډې یې تباه کړیدي.

د سوریې دولتي اژانس اسنا د یکشنبې په ورځ وویل چې په حلب کې ١٠٧ تنه روغتون ته انتقال شویدي چې ښیي د کلورین گاز پرې استعمال شوې وي.

د بشار اسد مخالفه ډلې د روسیې دغه تورونه رد کړیدي او وایي چې هغوي یواځې د جنایتکارانو ضد جنگیږي.

د سوریې د بهرنو چارو وزارت د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا نه غوښتي دي چې د دغه برید کونکو ضد دې اقدام وکړي او پخپله یې هم دغه حمله په سختو ټکو غندلې ده.

د حلب د روغتون یو ډاکټر رویټرز ته ویلي دي چې هغوي ته دا لا نده معلومه چې کوم گاز استعمال شویدی خو زیات امکان د کلورین گاز دی.

د یادونې وړ ده چې غربي ملکونه د بشار اسد حکومت د کیمیاوي وسلو په استعمال تورونوي خو هغوي پرله پسې دغه تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG