د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار امنیه قوماندان تادین خان له دندې استعفا وکړه


تادین خان د خپل ورور جنرال عبدالرازق تر مر ګ وروسته له تیرو دوه نیمو کالو راهیسې د کندهار امنیه قومندان وو.
تادین خان د خپل ورور جنرال عبدالرازق تر مر ګ وروسته له تیرو دوه نیمو کالو راهیسې د کندهار امنیه قومندان وو.

د کندهار امنیه قومندان تادین خان له خپلي دندي استعفا وکړه او پر ځای يې ډګروال شریف نوي امنیه قومندان وټاکل شو.

تادین خان د خپل ورور جنرال عبدالرازق تر مرګ وروسته له تېرو دوو نیمو کالو راهیسې د کندهار امنیه قومندان و.

تادین خان د خپلي استعفا د اصلي لامل په اړه زیات جزئیات ندي په ډاګه کړي خو د استعفا لیک په یوه برخه کې يې ويلي چي غواړي په ملي سیاست کې شامل شي او غواړي د سولي په پروسه کې د ولس خدمت وکړي.

ده په استعفا لیک کې زیاته کړې: "د شهید ستر جنرال عبدالرازق خان اڅګزي د کارنامو ساتلو او د لوی کندهار د ولسونو او نظامیانو په غوښتنه مي دغه مسولیت منلی وو."

دغه راز تادین خان د کندهار د امنیه قومندان په توګه د خپل ځای ناستي په اړه هم ويلي چي اوس دا مسئولیت د جنرال عبدالرازق یوه بل ملګري ډګروال سید شریف سرطیب ته سپارل شوی.

ډګروال شریف سرطیب په سپين بولدک کې د سرحدي قواو د څلورم کنډک مشري په غاړه لري چي د جنرال عبدالرازق له نږدې ملګرو څخه بلل کیږي.

سره له دې چې تادین خان نظامي تحصیلات نلري خو د دوه نیم کاله مخکې د مشر ورور ستر پاسوال عبدالرازق تر وژل کیدو وروسته د کندهار د ولسي مشرانو په پرلپسې ټينګار د ولسمشر غني له لوري د کندهار امنیه قومندان وټاکل شو او د پاسوال نظامي رتبه ورکړل شوه.

په ورته وخت کې د کندهار والي روح الله خانزاده د نوي امنیه قومندان ډګروال شریف سرطیب د معرفۍ په مراسمو کې ګډون کړی او هغه ته يې د نوي دندې مبارکي ويلې.

د کندهار د امنیه قومندان تادین خان د استعفا او پر ځای يې د نوي قومندان د ټاکل کیدو په باب مو وغوښتل چې د کورنیو چارو وزارت نظر هم واخلو خو د وزارت ویاند پدې باب کومه تبصره ونکړه.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG