د لاس رسي وړ اتصالات

تاجکستان وايي افغانستان ته تلونکي "مشکوک داعشیان" یې وژلي


د تاجکستان پولیس شک لري چې وژل شويو کسانو مشکوکو داعشیانو غوښتل افغانستان ته ولاړ شي
د تاجکستان پولیس شک لري چې وژل شويو کسانو مشکوکو داعشیانو غوښتل افغانستان ته ولاړ شي

د تاجکستان پولیس وايي د داعش جګړه مارانو د یو قوماندان څلور خپلوان وژلي او یو شمېر نور یې نیولي او بندیان کړي دي.

د داعش دغه ډګروال ګلمراد حلیموف نومیږي چې د تاجکستان د ترهګرۍ سره د مبارزې د ځانګړو پولیسو یو مشر و او دوه کاله مخکې داعش ته واوړېد.

امریکا څه موده مخکې اعلان وکړ هر هغه چا ته به درې میلیون ډالر ورکړي چې د ګلمراد حلیموف په اړه معلومات ورکړي. امریکا ښاغلي حلیموف ته د ترهګرۍ ضد ځانګړې روزنه ورکړې وه.

چارواکي وايي پولیسو د تاجکستان په جنوب کې پر یو کور چاپه واچوله چې له وسله وال مقاومت سره مخامخ شول او یو پولیس هم ژوبل شو. خو رویټرز وايي چې پولیس په دغو عملیاتو کې د کلیموف دوه وروڼه او دوه وریرونه ووژل او د هغه یو شمېر نور خپلوان یې ونیول.

چارواکي وايي د ښاغلي حلیموف ځیني خپلوان هم له داعش سره اړیکي لري او غوښتل یې چې افغانستان ته واوړي. خو دا یې نه دي ویلي چې افغانستان ته د څه لپاره تلل، افغانستان او تاجکستان ګاونډیان دي.

په دې وروستیو کې د افغانستان په شمال او ځینو نورو سیمو کې داعش جګړه ماران فعال شوي دي. افغان چارواکي وايي په دوی کې یې ځینې د منځنۍ اسیا وګړي دي چې افغانستان ته د ترهګریزو بریدونو لپاره ورغلي دي.

د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دغو عملیاتو کې یو پولیس په چاقو وهل شوی او زخمي شوی دی. د همدغه کال د اپریل په میاشت کې د تاجکستان پولیسو د ښاغلي کلیموف مشر زوی بهروز هم ونیوه. پولیس وايي بهروز غوښتل چې له خپل پلار سره یو ځای شي.

راپورونه وايي چې د تاجکستان یو شمېر خلک په عراق او سوریې کې له داعش سره یو ځای شوي او یو شمېر نور یې بیا پولیسو نیولي دي. په دوی کې یې ځینې بیا په روسیې کې د اس ټي پېټرسبرګ د اورګاډي په تمځای کې د چاودنې په تور نیول شوي دي.

واشنګټن ښاغلی حلیموف د اسلامي دولت مهم غړی بولي، چې اوس له داعش سره په عراق او سوریې کې دی.

XS
SM
MD
LG