د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: پاکستان او ازبیکستان سره د اوسپنې پټلۍ 'افغان ټرانس' په مسیر موافقه وشوه


د طالبانو د حکومت د اوسپنې د پټلۍ اداره وايي، چې ددغې ادارې، پاکستان او ازبیکستان د اوسپنې د پتلۍ د ادارو د چارواکو ترمنځ په اسلام اباد کې په یوه درې اړخیزه غونډه کې د 'افغان ټرانس' اوسپنې پټلۍ د پروژۍ په مسیر موافقه شوې ده.

د طالبانو د حکومت د اوسپنې د پټلۍ ادارې د سه شنبې د ورځې ناوخته جولای ۱۸ (چنګاښ ۲۷) رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې ګډون کوونکو موافقه وکړه، چې په افغانستان کې به د 'افغان ټرانس' اوسپنې پټلۍ له مزار شریف څخه پیل او د پکتيا ولايت تر خرلاڅې سرحدي سیمې پورې وغځول شي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "په دغه ناسته کې د دې پروژې د مخ ته وړلو لپاره یو کلن پلان لاسیلک شو. د دغه پلان له مخې به یو نړیوال مشورتي شرکت د دې پروژې اړین معلومات چمتو کوي".

د طالبانو د حکومت د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي، چې دغه معلومات به له نورو هېوادونو او نړیوالو مالي بنسټونو سره په بېلابېلو ډولونو شریک شي او په اساس به یې نړیوال بنسټونه او هېوادونه په دې پروژه کې پانګونې ته وهڅول شي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "د غونډې ګډونوالو تاکید وکړ چې د دغې پروژې د امکان سنجي تخنیکي او تفصيلي مطالعات باید په خورا دقت، ښه کيفيت او مناسب سرعت سره ترسره شي، څو ژر تر ژره يې چارې په عملي ډول پیل شي".

ټاکل شوې، چې که د امکان سنجي تخنیکي او تفصيلي مطالعه ددې پروژې پلي کیدل تائید کړي نو د پلان له مخې به د اوسپنې دا پټلۍ د ازبیکستان د ترمذ د ښار ګوتې څخه د افغانستان بلخ ولایت د حیرتان او مزار شریف، لوګر او له هغه ځایه د پکتیا ولایت د خرلاڅې سرحدي بندر له لارې د پاکستان د اوسپنې د پټلۍ د شبکې سره به ونښلول شي.

دمخه د 'افغان ټرنس' د اوسپنې د پټلۍ د غځولو د پروژې لپاره د بلخ ولایت مرکز مزارشریف او د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې د پیښور سره د دغې پټلۍ د نښلولو پلان ترتیب شوی و.

د طالبانو د حکومت د اوسپنې د پټلۍ اداره وايي، چې په اسلام اباد کې د موافقې د لاسلیک په غونډه کې د درې هېوادونو د اوسپنې پټلۍ د چارواکوسربیره په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر سردار محمد شکیب، د ازبیکستان سفیر عثمانوف، د پاکستان د ریل ګاډو وزیر خواجه سعد رفیق او د ماليې وزير اسحاق ډار هم ګډون کړی وو.

د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د دې پروژې لاسلیک شوي پروتوکول کې راغلي چې دا کرښه به دمسافرو او بار وړلو دواړو خدمات اسانه کړي او "په سیمه ییزه سوداګرۍ او اقتصادي وده کې به مرسته وکړي."

ټاکل شوې، چې دا پروژه به تر ۲۰۲۷ کال پورې بشپړه او تر ۲۰۳۰ کاله پورې په کال کې په اوسط ډول ۱۵ میلیون ټنه توکي انتقال کړی شي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د اوسپنې د پټلۍ دا پروژه به ددغه هېواد او ازبیکستان ترمنځ د سوداګریزو توکو انتقال موده پنځه ورځې لنده او د ترانسپورټي لګښت به راکم کړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د دوشنبې په ورځ کابل کې یوې غونډې ته وویل، چې د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ افغانستان لار د نورو هیوادونو د لارو پرتله نیمايي لنده لار ده.

د افغانستان د مزارشریف ښار اوس مهال د ازبیکستان سره د ترمذ له لارې د اوسپنې پټلۍ د شبکې سره نښلول شوی او هم د فاریاب ولایت د اقینې بندر له لارې د ترکمنستان سره او د هرات ولایت د اسلام قلعه او تورغونډیو بندرونو له لارې د ایران او ترکمنستان سره ښلول شوی دی.

XS
SM
MD
LG