د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو پوهنتونونو کې د نجونو د تحصیل بندولو په اړه خپل 'دلایل' اعلان کړل


د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم وايي چې «بې حجابي، له محرم پرته سفر، منکرات او د هلکانو او نجونو ګډ» ټولګي په پوهنتونونو کې د نجونو د تحصیل د ځنډولو او بندولو په اړه خپل عمده دلیلونه وګڼل.

هغه د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۲۲ (مرغومې اول) د افغانستان د ملي تلویزون سره، چې د طالبان اداره کوي، په مرکې کې د نجونو د تحصیل ځنډولو په اړه د خپلې پرېکړې ننګه وکړه. په داسې حال کې چې افغانانو، اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو یې دا پرېکړه په کلکه وغندله او د هغه د بدلولو غوښتنه یې وکړه.

ندا محمد ندیم د خپلې پرېکړې لپاره څلور عمده دلیلونه په ګوته کړل. هغه وویل چې « منکرات په تحصیلي نظام کې موجود وو» خو وضاحت یې ورنکړل چې کوم ډول «منکرات» او دا یې هم ونه ویل چې ولې دا «منکرات» یوازې په نجونو پورې منحصر وو. نوموړي همدغه راز «بې حجابي» هم یوه «ستونزه» وبلله، خو د افغانستان د ښوونځیو او پوهنتونونو زده کوونکې او محصلینې ان د طالبانو تر راتګ مخکې هم په «شرعي حجاب او افغان دودیزو جامو کې» درسونو ته تللې.

ندیم همدغه راز وویل « یوه ستونزه دا وه چې په مختلفو ولایتونو کې د اناثې طبقې لیلې فعالې» وې، چې د ده په خبره د نورو ولایتونو محصلینې به له خپلو ولایتونو څخه لېرې « په لیلیو کې زندګي» او «له محرم پرته» سفرونه کول. د افغانستان په تحصیلي دستګاو کې د نجونو لیلیې له هلکانو او نارینه وو څخه جلا وې، ټولې چارې یې نجونې او ښځې مخې ته وړې او په تېرو شاوخوا دوو لسیزو له دغو لیلیو څخه د کومې ناوړې پېښې راپور خپور شوی نه دی.

ځينې منتقدین په دې باور دی چې که ستونزه په لیلیو کې وي، باید طالبان د ستونز د ختمولو هڅه وکړه، نه د تحصیلي دروازو د بندولو.

د طالبانو دغه وزیر ونه ویل چې د نجونو په لیلیو کې د ښځینه محصلینو په اوسېدو کې ستونزه څه وه، خو دا خبره یې وکړه چې له محرم پرته سفر او له کوره لېرې په بل ولایت کې اوسېدل د «افغاني غیرت او اسلامي شرعیت خلاف» کار دی.

ندا محمد ندیم په پوهنتونونو کې د نجونو د تحصیل د بندولو په اړه خپل درېیم دلیل دا وښوده چې « دا د اختلاط نظام نه و ختم شوی، د ښځې او نر په مابین کې»، په دې مانا چې هلکانو او نجونو به په یو ټولګي کې زده کړې کولې.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د هلکانو او نجونو ټولګي سره جلا کړي وو او ورته یې ویلي وو چې په منځ کې یې پرتې ځوړندې کړې او یو شمېر پوهنتونونو دا کار کړی و.

هغه همدغه راز زیاته کړه چې په پوهنتونونو کې« بعضې داسې رشتې وې چې د اناو طبقې د عزت، شان او وقار سره او د افغاني عزت سره یې اړخ نه خوړی، لکه د انجینرۍ اړخ دی یا د زراعت اړخ دی یا بعضې نورې رشتې» دي. ده وضاحت ورنکړ، چې ولې یوه نجلۍ د زراعت او انجینرۍ او دې ورته نورې مسلکې رشتې نشي لوستلای. په افغانستان غوندې یو کرنیز هېواد کې، په یو شمېر سیمو کې ښځې په کروندو کې او ځینو دا ډول نورو برخو کې کار کوي.

د پاکستان، سعودي عربستان، قطر او نورو اکثریت اسلامي هېوادونو کې ښځې او نجونې په بېلا بېلو برخو کې لوړې زده کړې کوي او په خپلو هېوادونو کې پراخ اقتصادي، اجتماعي او سیاسي مشارکت هم لري.‌

طالبانو په دغو ټولو برخو کې ښځې له مشارکت څخه منع کړې او همدغه راز یې له شپږم ټولګي ورپورته یې د نجونو ښوونځي هم تړلي دي چې په لیسو کې «د زراعت او انجینرۍ رشتې» هم نشته.

ندیم وویل چې «تر امر ثاني پورې د نجونو تحصیل» بند دی او «اوس به یو بنیادي حل د دې لپاره ګورو ان شاء الله او جدي کوښښ او عاجل کوښښ روان دی چې ستونزه د شرعیت په چوکاټ کې چې څنګه حل کېدای شي، هغه حل» کړو.

نوموړي ونه ویل چې له «امر ثاني» څخه یې هدف څومره وخت دی او دا چې څوک او څنګه به دا مسئله «د شرعیت په چوکاټ کې» حل کوي.

طالبان په ۲۰۲۱ کې واک ته له رسېدو وروسته تر بلې هرې برخې ډېر د ښځو د زده کړو، فعالیت او مشارکت په مخنیوي باندې ډېر تمرکز کړی او په ښځو یې کلک بندیزونه لګولي دي.

سعودي عربستان، قطر، امارات، ترکیې، د اسلامي هېوادونو کنفرانس، امریکا، بریتانیا، ملګرو ملتونو او نورو ډېرو هېوادونو د نجونو او ښځو د زده کړو او مشارکت په اړه د طالبانو پرېکړې غندلې دي.

د نړۍ د اوو سترو اقتصادونو جي-۷ د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي‌ چې په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره د طالبانو چال چلند ښايي د «بشریت ضد جنایت» وګڼل شي. امریکا ویلي چې د طالبانو دا پرېکړې هغوی نور هم منزوي کوي.

XS
SM
MD
LG