د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د کومو هیوادونو سفارتونه فعال دي


د طالبانو له واکمن کیدو وروسته زیات شمیر هیوادونو په کابل کې خپل سفارتونه تړلي او یا یي هم له افغانستان څخه بهر هیوادونو ته انتقال کړي دي.

په یو نوي اقدام کې ایټالیا ویلي چې غواړي په کابل کې خپل سفارت قطر ته انتقال کړي.

دغه بهیر ددې ښکارندوي کوي چې یو شمیر نور غربي هیوادونه او اروپایي ټولنه، چې په کابل کې یې خپل سفارتونه تړلي، هم له دوحې څخه د افغانستان سره د دپلوماتیکو اړیکو لپاره استفاده وکړي.

اوسمهال چین، روسیه،‌ پاکستان، ایران او ترکیه یوازیني هیوادونه دي چې په کابل کې یې سفارتونه فعال دي، هغه اقدام چې د افغانستان په نوي حکومت کې هغوی د مستقیم نفوذ زمینه برابروي.

دا پداسې حال کې دي چې د طالبانو ډلې د نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې د افغانستان سره خپلې دپلوماتیکې اړیکې وساتي.

دغې ډلې همداشان په وار وار ویلي چې د نورو هیوادونو سره په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.

د طالبانو یو لوړ پوړي مقام او ددې ډلې د فرهنګي کمیټې غړي بلال کریمي د امریکاغږ ته وویل: "اسلامي امارت غواړي د امریکا سره په متقابل احترام او برابرۍ دپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې ولري."

متحده ایالاتو د اګست په ۳۰ اعلان وکړ چې په کابل کې یې خپل دپلوماتیک شتون تعلیق کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن،‌ په ټویټر لیکلي چې ددې هیواد دپلوماتیک ماموریت د قطر پلازمینې دوحه ته انتقال کړی او واشنګټن اوس له دې هیواد څخه د افغانستان سره خپله دپلوماسي مدیریت کوي.

طالبان په کابل کې د خپل پخواني حکومت برخلاف د نړیوالې ټولنې تر څار لاندې دي ځکه هغوی ژمنه کړې چې د حکومت سیستم به یې ټول شموله وي او د افغانستان د ټولو قومونو استازیتوب به کوي، بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته به درناوی کوي.

دا پداسې حال کې دي چې د متحده ایالاتو د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو نن د سپتمبر په پنځمه د خلیج هیوادونو په ځانګړې توګه قطر ته خپل سفر پیل کوي؛ هغه هیواد چې ددې مقاماتو په اند د همکارۍ ستاینه به یې وکړي.

پدې رپوټ کې د رویترز اژانس د معلوماتو نه کار اخیستل شوی دی.

XS
SM
MD
LG