د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو هلمند کې د پولیو واکسین ته اجازه نه ده ورکړې


د هلمند د والي ویاند تاییدوي چي ددې ولایت په شمالي ولسوالیو (نوزاد او موسی کلا) په ځینو برخو کې د واکسین ټېمونو ته د وسلوالو طالبانو له لورې د فعالیت اجازه نه ده ورکړل شوې.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي د دولت تر حاکمیت لاندې سیمو کې کومه ستونزه نشته او یواځې د طالبانو د ولکې لاندې سیمو کې د واکسین مخنیوی شوی چې د مخنیوي علت معلومولو لپاره دا مهال د قومي مشرانو او د سیمي اوسیدونکو سره په اړیکه کې دي.

هلمند، کندهار او ارزګان درې هغه ولايتونه دي چې په وروستيو کلونو کې د پوليو مثبتې پيښي ډيرې پکې ليدل شوي دي.

د هلمند د عامي روغتیا رئیس عبدالاحد حازم وايي دوی ته په دې اړه رسمي مالومات ندي راغلي خو خبر دې چي د پولیو واکسیناتورانو ته په ځینو سیمو کي ویل شوي چي فعالیت ودروي.

که څه هم ځايي چارواکي يې د علت په اړه څه نه دي ویلي خو عام خلک اندېښنه لري او د ستونزې حل غواړي چې ټول ماشومان د پولیو له ویروس څخه وژغورل شي.

د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ اوسېدونکی غلام جان اکا انديښمن دی او وايي د جګړې دواړې غاړې دې خلکو ته د عامه خدمتونو په رسولو کې ستونزې نه جوړوي او که چيرې د پوليو واکسين تطبيق نه شي ډير ژر به دا ويروس په کليو کې خپور شي. د واکسين د نه تطبيق زيان يوازې عام ولس ته رسيږي.

د لښکرګاه اوسېدونکی عبدالخالق وايي واکسين د طالبانو د واکمنۍ او تر هغه مخکې کلونو کې تطبيقيدلو او هيچا ستونزه نه درلودله، باید ددې ویروس مخه ونه نیول شي ځکه د پولیو ویروس زمونږ د ماشومانو راتلونکی ګواښي.

په هلمند کې روغتيا پالان وايي‌ خپل مسؤليت یې ادا کړی او په ټولو هغو سيمو کې چې ورته اجازه ورکړل شوې کارکوونکي له تيرو دوو ورځو راپدې خوا واکسين تطبيقوي او کورنۍ دې پر خپل وخت ماشومانو ته واکسين ورکړي.

په هلمند کې د پولیو واکسین د تطبیق یو مرکز
په هلمند کې د پولیو واکسین د تطبیق یو مرکز

که څه هم ځايي چارواکو د هلمند په ځينو شمالي ولسوالیو ( نوزاد او موسی کلا) کي د طالبانو له لورې د پولیو ضد واکسین د مخنیوي خبر ورکړ خو وسلوالو طالبانو تر اوسه رسنیو ته په دې اړه څه ندي ویلي.

تر دې وړاندې طالبانو د ځينو ملحوظاتو له وجې د واکسين کور په کور تطبيق بند کړی او پر ځای یې په جوماتونو کې د واکسين د تطبيق غوښتنه کړې وه.

په تير ميلادي کال کې د پوليو څلور مثبتي پيښې په نوزاد، نهرسراج او مارجه کې رامنځته شوي دي.

کابو لس مياشتې وړاندې د روغتيايي مسؤلينو او طالبانو د پوليو د تطبيق پر ستراتيژی اختلاف په هغو سیمو د واکسین تطبیق چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي اته مياشتې ځنډولی و.

دا په داسې حال کې ده چې همدا څو ورځې مخکې د مایکروسافټ د شرکت مشر بېل ګيټس وویل چې وسله وال طالبان د پولیو د مخنیوي په وړاندې لوی خنډ دي.

XS
SM
MD
LG