د لاس رسي وړ اتصالات

معترضو ښځو ادعا:طالبانو د ښځو یو غورځنګ اته غړې د نیولو څو ساعته وروسته بیرته خوشې کړي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان د ښځو د یووالي او پیوستون په نوم د معترضو ښځو یو غورځنګ وايي، چې طالبانو د یکشنبې په ماښام ددغه غورځنګ اته تنه غړې د څو ساعتونو لپاره په توقیف کې د ساتلو وروسته بیرته خوشې کړي دي.

دغه غورځنګ د دوشنبې په ورځ اګست ۲۱(زمري ۳۰) په یوه اعلامیه کې، چې د ایکس ټولنیزې شبکې له لارې یې خپره کړې ویلي، چې طالبانو دا ښځې په یو کور کې نیولې وې، چې ددغه غورځنګ او د خلکو د ګډو هڅو په پایله کې بیرته خوشې کړي دي.

طالبانو د یکشنبې د ورځې په ماښام دا معترضې ښځې د کابل په خیرخانه مینه کې د یو سرپټي کور کې نیولې وې.

په ټولنیزو رسنیو کې ددغو نیول شویو ښځو نومونه خاټول، هاجره ازاده او دوه هغې لوڼې، حسینا سروري، فریده محب، طوبا عطايي او لیمه امیري ښودل شوي دي.

د رپوټونو له مخې دغو معترضو ښځو غوښتل، چې په یو سرپټي کور کې یوه اعتراضي غونډه جوړه کړي، چې د طالبانو د امنیتي ساتوونکو له خوا یې کور په نښه شوی و او د غونډې د جوړیدو وړاندې یې دا ښځې ونیولې.

ددغه غورځنګ مشرې زهرا حق پرست رسنیو ته ویلي چې دوی د ښځو پر کار او زدکړو د بندیز پرخلاف د یو اعتراضي غونډې د جوړیدلو په هدف په دغه کور کې راټولې شوې وې.

په دې تیرو دوو اونیو کې د معترضو ښځو مختلفو خوځښتونو په کابل او یو شمیر نورو ولایتونو کې د طالبانو واک ته د رسیدلو د دوییمې کلیزې د رارسیدلو په مناسبت ګڼې اعتراضې غونډې او لاریونونه ترسره کړي دي.

دا په تیرو دوو کلنو کې لومړی ځل دې چې د طالبانو امنیتي ساتوونکي په یو سرتړلي کور کې د ښځو د یوې اعتراضې غونډې د جوړیدو دمخه د هغوی د غونډې د جوړیدو مخه نیولې ده.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې افغانستان کې بیا واک ته د رسیدلو وروسته د نورو مدني حرکتونو په څیر د ښځو لاریونونه او غونډې هم ځپلي دي او د ښځو د حقونو یو شمیر فعالانې یې نیولې په زندان کې اچولي او د یو څه مودې لپاره په بند کې د ساتلو وروسته یې بیرته خوشې کړي دي.

د روادارۍ په نوم افغانستان د بشري حقونو یوې ادارې د ۲۰۲۳ کال د لومړیو شپږ میاشتو په راپور کې ویلي، چې طالبانو په دغه موده کې د ۲۳ ښځو په گډون لږ تر لږه ۲۲۲ تنه په ۱۶ ولایتونو کې په خپلسر او غیر قانوني توگه نیولي دي.

روداري اداره وايي، د ۲۰۲۳ کال په لومړيو ۶ مياشتو کې د ۲۰۲۲ د لومړيو شپږ مياشتو پرتله افغانستان کې کم لاریونونه ترسره شوي دي.

روادارۍ اداره وايي، چې ډېر دغه لاریونونه او پروګرامونه چې د طالبانو د توپیري سياستونو او په ځانګړي ډول پر ښځو د محدوديتونو د سختېدوله امله په سرپټو ځايونو کې جوړ شوي دي.

رواداري وايي:"د اعتراضي راټولېدونو او لاریونونو د کمېدو تر ټولو مهم علت د طالبانو له خوا د وېرې او ډار د فضا رامنځته کول دي".

د روادارۍ ادارې په راپور کې چې د اګست ۱۳ (زمري ۲۲) خپور شوی د طالبانو پر خلاف د لاریونونو د کمیدو په اړه ویل شوي، چې په تېرو نږدې دوو کلونو کې طالبانو په تدريج سره ښځې له بیلابیلو ټولنيزو، سياسي او اقتصادي برخو څخه حذف کړې، د ښځو فعالانو له خوا د هيواد په بیلابیلو برخو کې ډېر شمېر لاریونونه ترسره شول، خو طالبانو په پوره تاوتريخوالي سره دغه لریونونه وځپل.

دا راپور وايي:"په همدې دليل لسگونه ښځې او نارينه چې په دې عدالت غوښتونکو هڅو کې يې ګډون درلود، افغانستان يې پرېښود او نږدې او لیرو هيوادونو ته يې پناه يوړه. له همدې امله، اوس ډېر کم څوک دا جرات کوي چې د طالبانو پر تبعييض سياستونو نيوکه وکړي او مخالفت وښيي."

کابل کې تیر ماښام ددغو معترضو ښځو د نیولو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو هم خپره شوې، چې په کې یو کورته چې په کې یو شمیر ښځې راټولې شوي د طالبانو امنیتي ساتوونکې ور ننوځي.

په ټولنیزو رسنیو کې تیره شپه ددغو معترضو ښځو د نیولو د خبر د خپریدو سره سم د بشري حقونو د سازمان یوې څیړونکې میرمن فرشته عباسي د ایکس ټولنیزې شبکې له لارې د طالبانو څخه ددغونیول شویو میرمنو د ژر خوشې کیدو غوښتنه وکړه.

میرمن عباسي وویل:"طالبان باید په خپلسر نیول بند کړي او نیول شوې ښځې باید پرته د هر ډول قیدو شرط څخه ژر خوشې کړي او هغوی، چې د ښځو په نیولو کې ښکیل و باید ورڅخه پوښتنه وشي".

کابل کې د معترضو ښځو د نیولو په اړه د طالبانو غبرګون

د طالبانو د حکومت د کابل پولیسو قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته په یوه استول شوې اعلامیه کې د کابل ښار خیرخانه مینه کې تیره ورځ د امنیتي ځواکونو له خوا د یو شمیر معترضو ښځو د نیولو په اړه په رسنیو کې خپاره شوي راپورونه ناسم بللي او ویلي دي، چې اصلا نه د یکشنبې په ورځ او نه هم په تیر څو ورځو کې په دغه سیمه د طالبانو امنیتي ځواکونو هیڅ دغسې عملیات نه دي کړي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي:" له تېرې ورځې راهیسې د ځينو اشخاصو او رسنيو له لوري داسې یوه ويډيو خپرېږي چې ګواکې امنیتي ځواکونو د کابل په خیرخانه سیمه کې پر کوم کور عملیات کړي او ځينې کسان (میرمنې) یې نيولي.مونږ په بشپړ ډاډ سره وايو چې دې ورځو کې هيڅ داسې کومه پېښه د خیرخانې په سیمه کې نه ده رامنځته شوې."

ښاغلي ځدراڼ ویلي، چې امنيتي ځواکونه خپل ټول اقدامات او عملیات په مناسبو وختونو کې له رسنیو سره شريکوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG