د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د افغانستان پر هوایي حریم د امریکايي بې پیلوټه الوتکو ګرځیدل غندو


عکس: ارشیف - د ډرون الوتکه
عکس: ارشیف - د ډرون الوتکه

د طالبانو حکومت یو خل بیا د افغانستان په فضا کې د ډرون یا بې پیلوټه الوتکو په ګرځیدو سخت غبرګون ښودلی او ددغه هیواد په فضا کې ددغو الوتکو ګزمې یې د خپل هیواد په حریم باندې تیرې بللی دی.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون سره په مرکه کې د هغو هیوادونو څخه چې دغه الوتکې یې له فضايي قلمرو څخه کار اخلي هم غوښتي چې ددغو الوتکو مخه دې ونیسي.

ښاغلي فطرت ویلي: "د افغانستان پر فضا باندې د امریکايي ډرون الوتکو ګرځیدل د افغانستان په هوايي او فضايي حریم باندې تجاوز بولو او په کلکو ټکو یې غندو. د امریکايي لورې څخه غواړو چې د افغانستان هوايي حریم ته درناوی ولري او د هغو هیوادونو چې د دوي د فضايي حریم څخه په استفادي د افغانستان هوايي حریم نقض کیږي غوښتنه کوو چې اجازه ورنکړي ترڅو د دوی له لارې د افغانستان هوا او فضا تر اشغال لاندې راشي".

په افغانستان کې د ځینو سیمه ییزو رسنیو د راپور له مخې د څو ورځو راهیسې په پرله پسې ډول د کندهار په ګډون د افغانستان د ځینو ولایتونو په فضا کې بې پیلوټه الوتکې د ګرځیدو په حال کې لیدل شوي دي.

لومړی ځل نه دی چې طالبان د افغانستان په فضا کې د ډرون الوتکو ګرځیدل تائیدوي. ددې دمخه ددغې ډلې حکومتي مقاماتو د ډرون الوتکو ګرځیدل تائید کړي او دا الوتکې یې د امریکا د پوځ اړوند الوتکې بللې وې.

د سیاسي چارو یو کارپوه عزیز معارج امریکا غږ ته وویل چې امریکا باید د طالبانو سره د دوحې د هوګړې او نړیوالو قوانینو له مخې د افغانستان هوايي حریم باندې تیرې ونکړي.

ښاغلي معارج وویل: "دا چې الوتکې راځي په هوا کې ګرځي دا پخپله د یو هیواد د حاکمیت نقض دی. نو طالبان هم باید په رابطه وضاحت ورکړي".

د سیاسي چارو دغه کارپوه وايي چې په دې اړه باید هم معلومات ورکول شي چې دا الوتکې د کندهار د هوايي ډګر څخه الوزي که د کوم بل هیواد څخه پورته کیږي.

امریکا متحده ایالاتو په پرله پسې ډول د طالبانو په حکومت د دوحې د هوکړې څخه د سرغړونې تور لګولی دی. د امریکا او د طالبانو ترمنځ ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د میاشتې د دوحې د هوکړې له مخې طالبان باید د تروریستي ډلو سره اړیکې پرې کړي او هم په دغه هیواد کې یو ټولشموله حکومت جوړ کړي.

اوړم کال په کابل کې د القاعدې د شبکې مشر ایمن الظواري په یو کور کې د امریکا د متحده ایالاتو د بې پیلوټه یا ډرون الوتکې په برید کې وژل شوي و.

د امریکا جمهور رئیس جوبایډن د ۲۰۲۲ کال د اګسټ په سر کې د دغه هیواد د ډرون الوتکې په یو برید کې د ایمن الظواهري د وژل کیدو اعلان کړی و.

د طالبانو حکومت تراوسه پورې دا نه ده منلې چې د القاعدې د شبکې مشر په کابل کې اوسیده. طالبانو هم پر امریکا باندې د دوحې د هوکړې څخه د سرغړونو تور لګولی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ددې مسلې په اړه د یو خبریال پوښتنې ته له ځواب ورکولو ډډه کړې ده.

دا الوتکې په داسې حال کې د افغانستان په فضا کې د حرکت په حال کې لیدل شوي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د داعش د خطر په اړه اندیښې زیاتې شوي دي. خو د طالبانو حکومت دا اندیښنې بې ځایه ګڼلي دي. ددغه حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د طالبانو ترکنټرول لاندې ملي تلویزیون ته په مرکه کې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د فعالیت او د دغې ډلې د شتون په اړه اندېښنې بې بنسټه بللي او ویلي یې دي چې ‌ځینې هېوادونه د داعش په اړه مبالغه کوي.

هغه ویلي په دې برخه کې “داعش د حضور په اړه د ځینو هېوادونو تبلیغات ددغه ډلې د پراخ ښودلو هڅه ده او یا هم د هغه لپاره کمپاین دی، چې حقیقت نلري او موږ یې ردوو. داعش شتون درلود، خو اوس ځپل شوی او له منځه تللی دی."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG