د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان:‌ د افغانستان د ریل ګاډي شبکې پراختیا دپاره نړیوال پانګونې ته هڅوو


افغانستان اوس مهال له ایران، اوزبیکستان او ترکمنستان سره په سرحدي سیمو کې د ۲۲۵ کیلومترو په اوږدوالي د اوسپنې پټلۍ لري.
افغانستان اوس مهال له ایران، اوزبیکستان او ترکمنستان سره په سرحدي سیمو کې د ۲۲۵ کیلومترو په اوږدوالي د اوسپنې پټلۍ لري.

د طالبانو د حکومت د اوسپنې د پټلۍ اداره وايي، چې ددغې ادارې رئیس بخت الرحمان شرافت د یو پلاوي په مشرۍ د ریل ګادي د صنعت د پراختیا په یوې نړیوالې غونډې کې د ګډون لپاره روسیې ته تللی دی.

ددغې ادارې د چارواکو د وینا له مخې، د طالبانو د حکومت دغه پلاوی به نړیوال پانګوال د افغانستان د اوسپنې د پټلۍ په صنعت کې پانګونې ته وهڅوي.

د طالبانو د حکومت د اوسپنې د پټلۍ د ادارې ویاند عبدالسمع دراني وویل: "دغه پلاوی د استرخان ښار ته رسیدلی دی. نن د استراخان فورم لومړۍ ورځ ده سبا یې دویمه او وروستۍ ورځ به وي. تمه ده په دغه سفر کې ښاغلی شرافت استراخان فورم کې وینا وکړي ددې سربیره د فورم ګډونوالو ته د افغانستان د اوسپنې پټلۍ په صنعت کې د پانګونې لپاره بلنه ورکړي."

د اوسپنې د پټلۍ او اورګاډو د صنعت او پرمختګونو په اړه د روسیې د استراخان په نړیوال فورم کې د نړۍ د مختلفو هیوادونو استازي ګډون کوي. سږکال په دغه فورم کې د طالبانو د حکومت استازو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

عبدالسمع دراني تمه ښودلې چې دا فورم به د افغانستان د اوسپنې د پټلۍ د شبکې د پراختیا سره مرسته وکړي.

هغه وویل: "د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره تمه لري چې دا غونډه به د اوسپنې د پټلۍ د پراخیدو لپاره ګټور تمام شي نړیوال پولي بنسټونه، هیوادونه او سوداګر دې ته وهڅول شي او قناعت ورکړل شي چې د افغانستان د اوسپنې د پټلۍ په پروژو کې پانګونه وکړي... او سیمه ییز اتصال رامنځ ته کړو."

افغانستان اوس مهال د خپلو دریو ګاونډیو هیوادونو ایران، اوزبیکستان او ترکمنستان سره په څلورو سرحدي نقطو کې د ۲۲۵ کیلومترو په اوږدوالي د اوسپنې پټلۍ لري خو لا هم په دغه هیواد کې د اوسپنې د پټلۍ شبکې پراختیا نه ده موندلې.

افغانستان، پاکستان او اوزبیکستان په روان ۲۰۲۳ کال کې له اوزبیکستان څخه پاکستان ته د افغانستان له لارې د اوسپنې د پټلۍ د غځولو د لارې په مقدماتي ارزونې موافقه کړې خو تراوسه ددغې پروژې لپاره مالي منابع نه دي موندل شوي. پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنۍ دمخه د اسیا پرمختایي بانک ددې پروژې د تمویل لپاره چمتوالی ښودلی و.

خو د طالبانو د حکومت د اوسپنې د پټلۍ د ادارې رئیس بخت الرحمان شرافت وايي ددې لپاره چې د جنوبي او منځنۍ اسیا د نښلولو لپاره د افغانستان لاره د ایران د لارې په پرتله څه باندې ۶۰۰ کیلومتره لنډه ده، نو ځکه ځینې هیوادونه او نړیوالې ادارې ددې پروژې د تمویل لپاره لیواتیا لري.

ښاغلي شرافت وویل: "اوس فعلا جنوبي اسیا د روسیې او منځنۍ اسیا سره وصل ده. قزاقستان، روسیه، قرغیزستان ، تاجیکستان، ترکمنستان د ایران له لارې د جنوبي اسیا سره وصل دي. نړۍ بیا هم کوښښ کوي، چې د افغانستان له لارې وصل شي... لامل دادی، چې افغانستان له لارې ددغو سیمو نښلول د نورو سیمو پرتله لنډ دي."

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت هیله لري، چې د اورګاډي د شبکې په پراخیدو به په افغانستان کې د سوداګریزو توکو ترانسپورټي مصرف کم شي او افغانستان به وکړای شي، چې په کم مصرف خپل توکي د سیمې او ګاونډیو هیوادونو ته صادر کړي او هم به ددغه هیواد له لارې د سیمې د هیوادونو ترمنځ ترانزیټي مالونو لیږد کې زیاتوالی راشي.

تیره اونۍ د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې، چې د طالبانو له خوا اداره کیږي، وویل چې د روان ۱۴۰۲ لمریز کال په لومړیو دریو میاشتو کې د افغانستان له لارې په سیمه کې د پرتو ۲۵ هیوادونو له خوا اتو نورو هیوادونو ته په مجموعي ډول ۳۰۹ زره او ۱۷۹ ټنه ترانزیټي توکي انتقال شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG