د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: اوزبیکستان ته مو پلاوی استولی چې د اورګاډي پټلۍ له لارې په انتقالاتو وغږېږي


د اوزبیکستان لخوا افغانستان ته د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو تر بندېدو وروسته، د طالبانو حکومت دغه هیواد ته د افغانستان د اوسپنۍ پټلۍ ادارې د رئیس بخت الرحمن شرافت په مشرۍ یو پلاوي د سفر خبر ورکړی دی.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې نن چهارشنبه فبرورۍ اتمه (سلواغې ۱۹) په یوې اعلامیې کې ویلي چې یاد پلاوی به له ازبیکستاني چارواکو سره د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ته د حیرتان ـ مزارشریف د ریل پټلۍ د مسؤلیتونو د انتقال او په دې اړه د یوه تفاهم لیک د نهايي کولو په اړه خبرې وکړي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي: "تمه ده دغه سفر کې د تفاهم لیک لاسلیکولو سره د حیرتان-مزارشریف اوسپنې پټلۍ څخه د سوداګریزو توکو انتقالات بېرته پیل او په عادي توګه جریان ومومي."

د طالبانو حکومت تر هبرۍ لاندې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې پلاوی پر داسې مهال اوزبیکستان ته سفر کوي چې دغه هیواد د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه افغانستان ته د اورګاډې پټلۍ له لارې د انتقالاتو بهیر د بندېدو خبر ورکړ.

د انټرفکس خبري آژانس د راپور له مخې د اوزبیکستان د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې افغانستان ته د ریل پټلۍ له لارې د انتقالاتو بهیر ځنډېدو لامل د طالبانو حکومت لخوا پر وخت د دغې پروژې د ساتنې په برخه کې د ژمنو نه عملي کېدل بللي و.

د بیان له مخې د طالبانو حکومت یو پلاوي د ۲۰۲۲ میلادي کال په ډسمبر میاشت ازبیکستان ته د سفر په ترڅ کې ژمنه کړې وه چې د افغانستان په خاوره کې به د دغه ریل پټلۍ چارې د ۲۰۲۳ میلادي کال د فبرورۍ میاشتې تر لومړۍ نېټې بشپړه شي.

د طالبانو حکومت تر رهبرۍ لاندې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مشر بخت الرحمن شرافت هم د تیرې ډسمبر میاشتې پر۳۰مه له ازبیکستان څخه افغانستان ته د اورګاډې پروسې پر انتقال د موافقې خبر ورکړی و.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې همدارنګه ویلي و چې له اوزبیکستان څخه افغانستان ته د اورګاډې پروسې د انتقال لپاره د عمل یو پلان (اکشن پلان) ترتیب شوی و چې په وینا یې یاده پروسه باید د ۲۰۲۳ میلادي کال د جنورۍ میاشتې پر ۳۱مه پوره شوي وای او ټولې چارې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې لخوا پر مخ یووړل شي.

یادې ادارې زیاته کړې چې هڅه کوي د حیرتان ــ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ مدیریت او ټولې چارې افغاني کړي، ترڅو هیواد ته د ریل پټلۍ له لارې انتقالات په نور مال توګه دوام پیدا کړي.

خو ازبیکستان د فبرورۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه وویل تر څو چې د طالبانو حکومت د ټاکل شوي مهال وېش له مخې خپلې ژمنې نوي پوره کړي تر هغه مهاله به افغانستان ته د اورګاډي له لارې د توکو انتقال ته اجازه ورنکړي.

د حیرتان ـ مزارشریف ریل پټلۍ چې ۷۵کیلومتره اوږدوالي لري له حیرتان بندر څخه تر مزار شریف ښار پورې غځېدلې ده. دغه ریل پټلۍ په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د ۱۲۹ میلیون ډالرو په ارزښت ګټې اخیستې ته وسپارل شوه.

د یادې ریل پټلۍ له لارې تر ډېره د چین، قرغزستان، اوزبیکستان او قزاقستان څخه توکي افغانستان ته صادریږي.

XS
SM
MD
LG