د لاس رسي وړ اتصالات

هرات کې د ملا هبت الله او ملا رسول د وسله والو ترمنځ نښته شوې


د هرات سیمه ییز چارواکي‌ وايي، په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو د دوو ډلو ملا هبت الله او ملا رسول د وسله والو ترمنځ نښته کې ۱۴ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد د چهارشنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل چې دغه نښته د سې شنبې په ماښام د شینډنډ ولسوالۍ په «لنګر و اورایین» سیمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه نښته کې د ملا هبت الله ۱۱ وسله وال وژل شوي او لس نور ټپیان شوي‌ دي او د ملا رسول درې وسله وال وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د هرات د والي ویاند وویل چې په رامنځته شوې نښته کې افغان سرتېرو او ملکي وګړو ته زیان نه دی رسېدلی.

دا لومړی ځل نه دی چې له هرات ولایت څخه د ملا هبت الله او ملا رسول د وسله والو ترمنځ د نښتو راپور ورکول کېږي، بلکې د یادو ډلو وسله والو تر دې مخکې هم خپلو کې جګړې کړي‌ دي.

د ملا رسول په مشرۍ د وسله والو طالبانو دوهمه ډله د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مرګ د خبر تر راپورته کېدو وروسته رامنځته شوه.

د ملا رسول ډله چې ځان د وسله والو طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر اصلي ځای ناستې بولي د افغانستان د اکثرو لویو پروژو څخه ملاتړ څرګند کړی دی.

تر دا مهاله دغه دواړو ډلو د دې وروستۍ نښتې په اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG