د لاس رسي وړ اتصالات

ولي د طالبانو حکومت د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت نه پيژندل کیږي؟


د طالبانو له خوا د کابل د نیول کیدو د یو کلنۍ په لمانځغونډه کې د طالبانو د مشرانو حضور   
د طالبانو له خوا د کابل د نیول کیدو د یو کلنۍ په لمانځغونډه کې د طالبانو د مشرانو حضور   

واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د یادې ډلې د کابینې او حکومت جوړښت بې ساري نړیوال غبرګونونه راپارولي‌ دي.

طالبانو له خپلې کابینې څخه میرمنې په بشپړ‌ ډول لري کړي او د ښځو چارو وزارت یې د امر بامعروف او نهي عن المنکر په وزارت بدل کړ.

په کابینه او حکومت کې د حقاني‌ شبکې د یو شمیر جګپوړو غړو شاملول چې د متحدو ایالتونو د ترهګرو په لست کې دي هم نړیوالې ټولنې ته د یاد حکومت اعتبار کم کړی دی.

د څیړونکو په وینا، پورتنیو ټکیو ته په کتو، نړۍ اوس د طالبانو حکومت ته د شک په سترګه ګوري او په احتیاط په رسمیت ددې حکومت په پيژندلو غور کوي.

د طالبانو د سخت دریځ له امله، یاده ډله د یو کال په تیریدو سره نده توانیدلې چې د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت وپيژندل شي.

د ووډرو ویلسن په څیړنیز مرکز کې د سیاسي‌ چارو کارپوه مایکل کوګلمن نیوکه کوي‌ چې د طالبانو په حکومت کې شایسته سالاري نشته.

نوموړی وایي د طالبانو د حاکمیت له یو کال څخه د هغه برداشت دادی چې " ملایان او هغه کسان چې تندلاري دي" د طالبانو په لوړو چوګیو او د تصمیم نیوې په برخه کې دي او لارښونې کوي.

کوګلمن وویل:" هغه کسان چې غرب او نړۍ یې د طالبانو په ډله کې منځلاري بولي او په قطر کې د طالبانو په دفتر کې فعال وو، په حکومت کې لوړ مقامونه نلري."

د طالبانو د کابینې نه همه شمولتوب او پکې د تندلارو شتون چې د نجونو د متوسطه او عالي لیسو د تړل کیدو په شان پریکړې کوي، د امریکا د کانګرس د غړو د اندیښنې راپارولي دي.

له دیموکرات ګوند څخه سناتوره جین شهین وایي، متحدو ایالتونو د طالبانو په حکومت کې پر ځینو چارواکو چې په یو شمیر ناوړه پریکړو کې ونډه لري، بندیز ولګاوه.

هغې زیاته کړه:"متحدو ایالتونو طالبانو ته دیپلوماتیک خوندیتوب ندی ورکړی، موږ د افغانستان شتمنۍ کنګل کړې... او موږ باید په افغانستان کې د میرمنو د حقونو د تضمین لپاره له دې تګلارې څخه ملاتړ وکړو."

پر افغانستان د طالبانو په بیا واکمنیدو سره، ددغې ډلې حکومت د ډیرو جنجال رامنځ ته کوونکو پریکړو په کولو سره، پراخ نړیوال غبرګونونه راپارولي دي او همدا پریکړې ددې لامل شوي‌ چې طالبان نړیوال مشروعیت ترلاسه نکړي.

بلخوا د افغانستان خلکو په خاص ډول میرمنو د طالبانو د حکومت په وړاندې پراخ اعتراض پيل کړی دی.

د میرمنو د حقونو فعاله اصیلا وردګ د میرمنو په وړاندې د طالبانو کړنو ته په اشارې سره وایي:" په افغانستان کې د طالبانو له خوا په سیاسي او اجتماعي برخه کې د میرمنو حذف، ددې ښکارندويي‌ کوي چې په یاده ډله کې هیڅ بدلون راغلی ندی."

د طالبانو د حکومت پر کړنو سخت نړیوال غبرګونونه ددې لامل شوي چې د یادې ډلې د غړو ترمنځ دوه ډوله دریځ رامنځ ته شي، یو شمیر د حکومت په کړنو کې د اعتدال او یو شمیر نور بیا د تند دریځ د دوام غوښتنه کوي.

خو د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده، د متعددو فرمانونو په صادرولو سره، د نجونو د مکتوبونو د تړل کیدو په ګډون د یادې ډلې د تندو تګلارو ملاتړ وکړ.

بلخوا په حکومت کې کمزورې حکومتولي او د حکومت له کار سره د آشنا کسانو په جلب کې د طالبانو ناکامي ددې لامل شوې چې یاده ډله په نظامي، اقتصادي‌ او مالي سکټور کې له ډیرو ناکامیو سره مخ شي.

په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کیدو د نړیوالو په وړاندې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو د حکومت ژمنه زیانمنه کړه.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت یو کال پوره کیږي، دا ډله له نویو ازموینو سره مخ شوې ده او نړۍ په شک سره د طالبانو د حکومت کړني تر څار لاندې لري او دې دریځ د طالبانو د حکومت له خوا د مشروعیت ترلاسه کول، ستونزمن کړی دی.

XS
SM
MD
LG