د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د پوليو ضد واکسين دويم ملي کمپاين پيل شو


دا په روان کال کې په افغانستان کې د پولیو ضد دویم ملي کمپاین دی چې څلور ورځې به دوام وکړي. عکس - ارشیف
دا په روان کال کې په افغانستان کې د پولیو ضد دویم ملي کمپاین دی چې څلور ورځې به دوام وکړي. عکس - ارشیف

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، د نړیوالو روغتیايي ادارو په مرسته یې د پولیو ضد کمپاین پیل کړی، چې په ترڅ کې به یې څه باندې ۱۱.۲ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.

دا په روان کال کې په افغانستان کې د پولیو ضد دویم ملي کمپاین دی چې څلور ورځې به دوام وکړي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخېل وايي، د دې کمپاین په پیلولو سره وزارت د دغه ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره پوره ژمنتیا ښودلې او له نړیوالو همکارانو سره به یوځای د دغه ویروس د مخنیوي لپاره په پوره ژمنتیا هڅې جاري وساتي.

ښاغلي امرخیل وویل: "نن دوشنبه، د جون درېیمه (غبرګولي ۱۴مه) نیته د هېواد په ټولو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین ملي کمپاین پیل شو چې په ترڅ کې به یې ۱۱.۲ میلیونه ماشومان د پولیو په وړاندې واکسین شي او څلور ورځې به دوام ولري."

د هغه په وينا، د عامې روغتيا وزارت به هڅه وکړي، چې په افغانستان کې د پوليو مخه ونيسي، د همدې موخې لپاره مو په تېرو دوو کلونو کې په بیلابیلو وختونو کې ملي او فرعي کمپاينونه په لاره اچولي او له نېکه مرغه د پخوا په پرتله اوس د پوليو پېښې کمې شوي دي.

امرخېل زیاته کړه، سږ کال (۲۰۲۴) کې مو دوه فرعي کمپاینونه پلي کړل، له نېکه مرغه یو ملي کمپاین هم پلی شو او اوسنی کمپاین د ۲۰۲۴ کال دویم ملي کمپاین دی.

نوموړي د پوليو په مخنيوي کې له خلکو هم د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه او ويې ويل:" له قومي مخورو، علماوو او متنفذینو څخه مو غوښتنه ده چې په سيمه کې له واکسيناتورانو سره مرسته وکړي، ځکه په ټوليزه توګه د ماشومانو د پوليو واکسين په برخه کې د هېواد په کچه شاوخوا ۸۰ زره رضاکاران به د پولیو په پلي کولو کې بوخت وي."

د هغه په وينا، په دې توګه به د عامې روغتيا مسؤلین په افغانستان کې د وقايوي تدابيرو په پلي کولو سره د ساري ناروغيو د مخنيوي هڅه وکړي.

د دغه وزارت چارواکي تاییدوي چې اوسمهال په هېواد کې د پولیو ویروس شتون لري او د عامې روغتیا وزارت یې پر وړاندې د مبارزې لپاره بشپړ چمتووالی لري.

دوی له خلکو غواړي چې په دې برخه کې اقدام وکړي تر څو له افغانستان څخه د ګوزڼ ویروس په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG