د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: پاکستان سره د جنس په جنس سوداګرۍ په اړه وروستۍ پریکړه نه ده شوې


د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې چارواکي وايي، چې د پاکستان سره د جنس په جنس سوداګرۍ په برخه کې تر اوسه لا وروستۍ پریکړه نه ده شوې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبداسلام جواد د یکشنبې په ورځ جون څلورم ( جوزا ۱۴) امریکا غږ ته وویل، چې پاکستان سره لا هم په دې اړه خبرې روانې دي.

ښاغلي جواد وویل: "د جنس په جنس تبادلې په اړه مو پاکستان سره غونډې لرلې مونږ د جزئیاتو په اړه په خبرو بوخت یو او دا خبرې لا وروستي پایلې ته نه دي رسیدلي".

د پاکستان حکومت د جمعې په ورځ جون ۲ (غبرګولي ۱۲) د افغانستان، ایران او روسیې سره د ځانګړو موادو جنس په بدل کې د جنس ورکړې سوداګرۍ اجازه ورکړه، ترڅو له یوې خوا د بندیزونو څخه ځان بچ وساتي او له بلې خوا د خپلې بهرني اسعارو د کمښت فشار په ځان کم کړي.

د پاکستان د سواګرۍ وزارت ویلي، چې د سوداګرۍ دا میکانیزم به په یو ځای عملي شي.

پدې میکانیزم ک د ۲۶ بیلا بیل مواد نومونه شامل دي، چې په پاکستان کې شخصي او دولتي شرکتونه کولی شي افغانستان، ایران او روسیې ته یې صادر کړي او په بدل کې به یې پاکستان د دغو دریو واړو هیوادونو څخه خام تیل، طبیعي مایع ګاز، میوه، غنم، صنعتي ماشین آلات او ترکاري وارد کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره پلاوی غړي خان جان الکوزي هم امریکا غږ ته وویل، چې تر اوسه نه د افغانستان خصوصي سکټور او نه هم د طالبانو حکومت پاکستان سره ددغې سوداګرۍ له لارې د سوداګرۍ پریکړه کړې ده.

خان جان الکوزي وویل چې د دوو هیوادونو د خصوصي سکټورونو د خونو په منځ کې یو کمیسیون جوړ شوی په دې اړه یې خبرې کړې خو لا تر اوسه سره موافقې نه دي رسیدلي.

ښاغلي الکوزي وویل: "مونږ یوه مسوده جوړه کړې وه، خو دوی [پاکستاڼ] دا خبره کوله، چې دا باید ازاد نه وي او باید په بانک کې دا سیستم داخل شي او دا پیسې هرڅوک چې مال راوړي هغه به روپۍ بانک ته تحویليوي او افغانستان کې به هم همداسې کیږي نو په دې خاطر باندې سوداګرو مشکل درلود او دې ته یې غاړه کښینښوده تر اوسه کومې پریکړې ته مونږ نه یو رسیدلي".

افغانستان، ایران او روسیه درې واړه هیوادونه د امریکا او د لویدیځو هیوادونو د اقتصادي بندیزونو سره مخ دي.

ددې سره سره، چې د امریکا متحده ایالاتو د هغو هیوادونو نومونه د بندیزونو په ځانګړي لست کې اچولي چې د ایران څخه تیل اخلي خو ښایي چې امریکا به د جنس په جنس معاملې جدي ونه بولي.

د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مدیره پلاوي غړی وايي، چې اوس مهال چې افغانستان کې د بانکونو له لارې د پیسو انتقال په برخه کې ستونزو له امله په ازاد ډول سوداګري نشي کیدلی خو د جنس په جنس سوداګري هم د افغان سوداګرو پر وړاندې یو انتخاب دی.

ښاغلي الکوزي وویل: "د مشکل د حل کیدو په ارتباط باندې دا اوس چې مونږ کوم مشکل لرو د انتقال د پیسو د هغې څخه ښه ده چې زمونږ تجارت وشي دا د دواړو هیوادونو په ګټه کار دی اما په دې حساب چې یو د بل کرنسۍ ته ضرر ونه رسول شي په افغانستان کې په افغانیو باندې راکړه ورکړه وشي او په پاکستان کې په روپیو باندې".

هغه وویل، چې د ایران سره هم دغسې خبرې روانې دي او د روسیې سره هم کیدای شي، چې په راتلوونکي کې افغانستان په رسمي توګه ددې څخه ملاتړ وکړي.

پاکستان پداسې حال کې د سوداګرۍ د دې نوې بڼې اعلان کوي چې ټاکل شوې د روسیې څخه په خامو تیلو لومړنۍ بار کښتۍ دې هیواد ته د همدې میاشتې په پای کې ورسیږي.

XS
SM
MD
LG