د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په یوه اونۍ کې ۸۰ ملکیان وژلي – کورنیو چارو وزارت


عکس( ارشیف)
عکس( ارشیف)

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د یوې اونۍ په ترڅ کې د طالبانو د بریدونو له کبله ۱۷۵ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د وزارت ویاند طارق ارین د دوشنبې په ورځ د اګست ۱۰مه (زمري ۲۰) خبریالانو ته ویلي چې بریدونو کې ۸۰ تنه ملکيان وژل شوي او ۹۵ نور ټپیان دي.

ارین زیاته کړه چې ملکي وګړو ته د طالبانو په یرغلیزو بریدونو او د سرک غاړې د ماینونو په چاودنو کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند "د تاوتریخوالي کمېدل د خلکو یوه اساسي غوښتنه" بللې او له طالبانو یې غوښتي چې په عمل دې غوښتنې ته ځواب ورکړي.

د یکشنبې په ورځ د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د سرک د غاړې په ماین چاودنو کې ۱۷ ملکيان ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

د کندهار سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې دغه ماینونه د طالبانو له ځاي پرځاي شوي وو.

وسله‌والو طالبانو د ملکي تلفاتو په اړه د کورنیو چارو وزارت د ویاند څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی دی خو تر دې مخکې یې ورته راپورونه رد کړي دي.

له دې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په یو راپور کې ویلي وو چې د عرفې او د لوی اختر په درېیو ورځو کې ۳۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د دغه کمېسیون د راپور په اساس په دې موده کې ۱۲۲ تنه ملکیان ټپیان شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG